د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۱

د انتخاباتو کمېسیون: د ثبت شویو رأی ورکوونکو لپاره د پاڼو ډیزاین بشپړ شوی


د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، په ټول هېواد کې یې د رأی ورکوونکو لپاره، د پاڼو ډیزاین بشپړ کړی چې په لږه موده کې به په یوه بهرني هېواد کې چاپ او د ولسي جرګې د انتخاباتو دمخه به هېواد ته راورسېږي.

د ولسي جرګې د انتخاباتو لپاره د تیاریو په لړ کې، یاد کمېسیون وايي د کاندیدانو د نوم، نښې او موقعیت د پېژندپاڼو ډیزاین‌یې بشپړ کړی او په لږه موده کې به په یوه بهرني هېواد کې چاپ شي.

د دغه کمېسیون رئیس ګلا جان عبدالبدیع صیاد د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د وږې ۰۶» په کابل کې خبریالانو ته وویل، په ټول هېواد کې د ولسي جرګې د انتخاباتو لپاره نهه میلیونه، نهه لکو او ۷۲ زرو کسانو نومونه لیکلي او د ضایعاتو په پام کې نیولو سره به له یادې شمېرې ۱۵ فیصده زیاتې رأی پاڼې چاپ او په انتخاباتو کې وکارول شي.

ګلاجان عبدالبدیع صیاد
ګلاجان عبدالبدیع صیاد

نوموړي زیاته کړه:

"د رأی ورکوونکو د شمېر پر اساس چې په انتخاباتي مرکزونو کې یې نومونه ثبت کړي، کمېسیون پرېکړه کړې چې نهه میلیونه، نهه لکه پاڼې به له هېواده بهر چاپوو، اضافي پاڼې هم چاپوو، دا به ټولو مرکزونو ته د رأیو ورکوونکو د شمېر په تناسب چې نومونه‌یې لیکلي، واستول شي."

ښاغلي صیاد وویل، دغه پاڼې به د غزني له ولایته پرته، په ټول هېواد کې په ۳۵ انتخاباتي حوزو ووېشل شي.

د ده په خبره، په دې کې یوه د کوچیانو او یوه د هندوانو او سېکهانو حوزه هم شامله ده.

ښاغلي صیاد دا هم وویل، د ولسي جرګې د انتخاباتو نېټه چې پخوا اعلان شوې، د روان لمریز کال د میزان په ۲۸مه ترسره کېږي.

ده وویل، تر اوسه‌يې د شااوخوا څلورنیم میلیونه رأی ورکوونکو نومونه په ډېټابېس سیستم کې داخل کړي او هره ورځ له درې لکو د زیاتو رأی ورکوونکو نومونه په یاد ډېټابېس کې شاملېږي.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې مخکې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د انتخاباتي شکایتونو د کمېسیون د ارزونو له مخې، د ولسي جرګې د کاندیدانو له لېسته د فوزیې کوفي، مریم کوفي، قیس حسن، زرداد فریادي، ملا تره‌خېل محمدي، ښایسته باز ناصري، اکبر ستانکزي او یو شمېر نورو په ګډون، د ۳۵ کاندیدانو نومونه حذف کړي، اعلان کړل چې حذف شویو کاندیدانو دغه پرېکړه غیر عادلانه وګڼله او په اعتراضونو یې لاس پورې کړ چې اوس هم دوام لري او د دوی په اړه د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون ویلي چې پرېکړه‌یې وروستۍ ده.

بل‌خوا د انتخاباتو د څار ځیني بنسټونه د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون هڅې ستايي، خو وايي چې د رأی ورکوونکو د ثبت شویو نومونو پروسه له دوی سره شریکه شوې نه‌ده، نو له دې امله باور نه‌لري چې څه کم ۱۰ میلیونه کسانو دې نومونه لیکلي وي.

د انتخاباتو د څار بنسټ اجرائيوي رئیس شاه محمود مل په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"دا شمېرې باید د نورو بې‌طرفه سرچینو له‌خوا تأیید شي چې هغه سرچینې مدني ټولنې او سیاسي ګوندونه دي، ځکه دغو ګوندونو او مدني ټولنو هم باید له ځانونو سره د څارنې یوه پروسه لرلې وی، داسې ونه‌شول او په خواشینۍ سره چې دغه شمېرې ماته کره نه‌ښکاري."

دا په داسې حال کې ده چې ځیني سیاسي ګوندونه د انتخاباتو په روانو چارو انتقادونه کوي او وايي، په انتخاباتي سیستم کې دې یو لړ بدلونونه راوستل شي.

په دې اړه د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، د ولسي جرګې انتخاباتو ته لږه موده پاتې ده او سیاسي ګوندونو باید خپل وړاندیزونه او طرحې پخوا تر دې له کمېسیون سره شریکې کړې وی.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG