د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۹ لیندۍ ۱۴۰۰ کابل ۱۱:۲۷

ننګرهار والي: افغانستان لپاره د داعش د مشر وژل کېدل د دې ډلې فعالیتونه کمزوري کوي


افغان چارواکي وايي، ابو سعد ارهابي په افغانستان کې د داعش مشري په غاړه درلوده چې د اګسټ په ۲۵مه «د یکشنبې په شپه» د ننګرهار په خوګیاڼۍ ولسوالۍ کې ووژل شو.

د ننګرهار والي حیات‌الله حیات پرون ازادي راډیو ته وویل، ارهابي د بهرنیو ځواکونو د هغه هوايي برید هدف ګرځېدلی چې د افغانستان د ملي امنیت په همغږۍ او همکارۍ ترسره شو.

ښاغلی حیات وایي، د ارهابي وژل کېدل د داعش ډلې فعالیتونه کمزوري کوي.

د ننګرهار والي حیات الله حیات
د ننګرهار والي حیات الله حیات

دی زیاتوي:

"سعد ارهابي په افغانستان کې د داعش څلورم مشر و چې په‎دې عملیاتو کې دی له‌منځه لاړ. د ارهابي تر څنګ په تېرو دوو میاشتو کې د داعش څه باندې ۲۰۰ مسؤلین او جنګیالي په بېلابېلو سیمو په ځانګړې توګه هسکه مېنه، ګورګورې او سپین‎غره په لمنه کې له‎منځه تللي دي. زه ډاډه یم چې د دوی د مشرانو له‎منځه وړل به په افغانستان کې د داعش ډلې په فعالیتونو باندې ژور تأثیر ولري."

ننګرهار په افغانستان کې د داعش له تر ټولو فعالو مرکزونو شمېرل کېږي چې د والي حیات‌الله حیات په خبره افغان ځواکونه په‎کې د داعش ډلې او نورو ټولو مخالفو وسله‎والو له‎منځه وړلو ته ژمن دي.

په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ مأموریت ویاند ډګرمن مارټین اوډونیل هم ځینو رسنیو ته تأیید کړې چې د داعش-خراسان ډلې مشر سعد ارهابي د امریکا د پوځ په هوايي برید کې وژل شوی.

د افغان ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي پر ټویټر لیکلي چې د ارهابي وژنه له ترورېزم سره د مبارزې په برخه کې د حکومت قاطعیت په ډاګه کوي.

هغه زیاته کړې چې داعش په افغانستان کې سخته ماته خوړلې ده.

د ولسمشر غني مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي
د ولسمشر غني مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي

څېړونکی او لیکوال حکمت‌الله اعظمي چې د داعش او نورو مخالفو ډلو په اړه‌یې مقالې لیکلي سعد ارهابي د داعش په رهبرۍ کې خورا مهم کس بولي.

دی وايي، که څه هم د داعش-خراسان د لومړني امیر حافظ سعید د خوريې «د خور زوی» ابو سعد ارهابي وژنه بې‌تأثیره نه‎ده، خو داعش د تلفاتو په نسبت د استخدام پروسه ډېره چټکه مخته وړي.

څېړونکی او لیکوال حکمت‌الله اعظمي
څېړونکی او لیکوال حکمت‌الله اعظمي

اعظمي زیاتوي:

"د داعش تلفات ډېر زیات وو. یو وخت چې ما تحقیق کاوه په میاشت کې ۱۸۰ کسان د دوی وژل کېدل. د دوی جنګیالي، منځني سطحې قوماندانان او رهبران وژل کېدل. د بمونو د مور د بم په برید کې د دوی ګڼ رهبران ووژل شول، خو متأسفانه د دوی د تلفاتو په نسبت د دوی د استخدام پروسه ډېره چټکه او زیاته ده او همدا یې یوازنی علت دی چې داعش تر اوسه پورې هم له‎منځه نه‎دی تللی."

داعش یا اسلامي دولت نومې ډلې په افغانستان کې د ابو سعد ارهابي د وژل کېدو په اړه څه غبرګون نه‎دی ښودلی.

افغان حکومت په وار وار ټینګار کړی چې د داعش د له‎منځه وړلو لپاره کلک هوډ لري او په خپله افغان ولسمشر محمد اشرف غني ویلي چې دا ډله به ژر له‎منځه یوسي.

راپور: صفي‎الله ستانکزی​

XS
SM
MD
LG