د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۱

ننګرهار چارواکي: افغانستان کې د داعش ‌‌‌‌‌‌ډلې مشر سعد ارهابي وژل شوی


د ننګرهار ولایتي چارواکي وايي، تېره شپه د خوګیاڼو ولسوالۍ په ځنګل کلي سیمه کې په افغانستان کې د داعش ‌‌‌‌‌‌ډلې مشر سعد ارهابي وژل شوی دی.

د ولایت ویاند عطالله خوګياڼی وايي، د داعش ‌‌‌‌‌‌ډلې دغه مشر د ملي امنیت ریاست د دقیقو معلوماتو د ورکړې وروسته په هوایي بریدونو کې د لسو نورو ملګرو سره یو ځای وژل شوی دی.

خوګياڼی وايي، په دې هوایي بریدونو کې د داعش ‌‌‌‌‌‌ډلې دوه قرارګاوې او په زیاته اندازه مهمات هم له منځه تللي دي.

د ننګرهار د ولایتي ادارې د معلوماتو له مخې سعد ارهابي د اورکزۍ ایجنسۍ اصلي اوسیدونکی و چې د حسیب لوګري تر وژل کېدو وروسته د داعش ‌‌‌‌‌‌ډلې مشري په غاړه لرله.

داعش وسله والو تر دې دمه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG