د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۰

د پاکستان دبهرنیوچارو نوی وزیر له افغانستان سره د اړیکو ښه کول غواړي


شاه محمود قریشي پرون ، جمعه د سنبلې ۲مه په اسلام اباد کې خبریالانو ته وویل چې پاکستان باید له امریکا سره د اړیکو د ښه کولو لپاره په افغانستان کې د متحدو ایالاتوحضور ته پام وکړي او ځان دامریکا پر اولویتونو وپوهوي.

قریشي: "موږ باید د هغوي [امریکا] پر خواهشاتو وپوهېږو او هغوي باید زموږ پر اړتیاو خبر شي. دا رابطه یو اړخیزه نه ده ، دا دوه اړخیزه تعلق دی. په دو طرفه تعلق کې چې هدف ګډ وي تاسو دواړه یو او بل درکولائ شۍ، موږ به یوازې د پوهېدو هڅه نه کوو بلکه د څه نا څه پوهولو هڅې به هم کوو. "

شاه محمود قریشي وویل، د امريکا او پاکستان ترمنځ د دواړخيزه اړيکو له ارزښته انکار نه شي کېدلائ او مهم دي.

هغه ټینګار وکړ چې امریکا په افغانستان کې حضور لري او ډېره پانګونه کړې ده نو له دې امله پاکستان ته ښايي چې دافغانستان پر اړتیاو هم وپوهېږي.

ټاکل شوې چې دامریکا دبهرنیوچارو وزیر، مایک پامپئو دسنبلې په ۱۳مه نېټه پاکستان ته ولاړ شي

د پاکستان د مخکنیو حکومتونو او کابل ترمنځ په وروستیو دوو لسیزو کې د لانجې تر ټولو عمده مسئله د افغانستان له ادعا سره سم، په پاکستان کې د ترویستي ډلو فعالیت او له هغه ځایه په افغانستان کې د حملو تنظیم دی.خو پاکستان دا تورونه په مکرر ډول ردوي.

د پاکستان د مخکنیو حکومتونو او کابل ترمنځ په وروستیو دوو لسیزو کې د لانجې تر ټولو عمده مسئله په پاکستان کې د ترویستي ډلو فعالیت او له هغه ځایه په افغانستان کې د حملو تنظیم دی
د پاکستان د مخکنیو حکومتونو او کابل ترمنځ په وروستیو دوو لسیزو کې د لانجې تر ټولو عمده مسئله په پاکستان کې د ترویستي ډلو فعالیت او له هغه ځایه په افغانستان کې د حملو تنظیم دی

د پاکستان دبهرنیوچارو وزیر وویل چې په افغانستان کې د د سولې په تامین کې د رول لوبولو لپاره موقع ته ګوري.

قریشي: " موږ به دې ته ګورو چې د افغانستان په ثبات کې څه رول لوبولائ شو ځکه چې د افغانستان امن زموږ د امن لپاره ضروري دی. "

ټاکل شوې چې دامریکا دبهرنیوچارو وزیر، مایک پامپئو دسنبلې په ۱۳مه نېټه پاکستان ته ولاړ شي.

دامریکا دبهرنیوچارو وزارت پرون وویل چې مایک پامپئو د پاکستان نوي صدراعظم، عمران خان ته ټلفون کړی و او له هغه سره په خبرو کې یې په پاکستان د ترهګرو د فعالیت یادونه کړې او ټینګار یې کړی چې د ترویستانوپرضد قاطع عمل وکړي.

خو د پاکستان د بهرنیوچارو وزیر، پرون وویل چې دا حقیقت نه لري.

ټاکل شوې چې دامریکا دبهرنیوچارو وزیر، مایک پامپئو دسنبلې په ۱۳مه نېټه پاکستان ته ولاړ شي
ټاکل شوې چې دامریکا دبهرنیوچارو وزیر، مایک پامپئو دسنبلې په ۱۳مه نېټه پاکستان ته ولاړ شي

قریشي ومنله چې پاکستان نورد غربي نړۍ محبوب هېواد نه دی .

هغه وویل چې په نړۍ کې نوي سیاسي اتحادونه رامنځ ته شوي نو له دې امله، پاکستان ته ښايي چې" نوک ونیسیي" او ورباندې وپوهوي.

XS
SM
MD
LG