د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ کب ۱۴۰۲ کابل ۱۰:۲۲

بولټن: امریکا د ایران د رژیم بدلون نه بلکې د چلند بدلون یې غواړي


د امریکا د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار، جان بولتن یو وار بیا ټینګار کړی چې په ایران کې د رژیم د بدولولو غوښتونکي نه دي بلکې غواړي چې تهران په ځیني مواردو کې خپل چلند بدل کړي.

جان بولتن ویلي چې هېواد یې له ایران سره پوځي بحران نه خوښوي.

بولتن له رويټرز خبري اژانس سره په مرکه کې چې نن، چهارشنبه د «زمري ۳۱مه»، خپره شوې ویلي چې امریکا غواړي د اقتصادي بندیزونو له لارې پر دې هېواد زیات فشار راولي او اړ یې کړي چې د یمن، سوريې او په منځني ختيځ کې له نورو بحرانونو ووزي.

بولتن په ټینګار ویلي چې پر ایران اقتصادی فشارونه به ژور اغېز وکړي.

جان بولتن وویل:

"په ایران کې د رژیم بدلون د امریکا سیاسي خواست نه دی، خو موږ غواړو چې په کړو - وړو کې يې بدلون راشي."

دا په داسې حال کې ده چې د ایران حکومت پرون د داسې نوې جنګي جټ الوتکې د جوړولو خبر ورکړ چې ټول مواد یې د ایران کورنی محصول دی.

د ایران دولتي خبري اژانس، تسنیم پرون وویل چې دا الوتکه سل په سلو کې د هېواد دننه جوړه شوې، پرمختللې تکنالوژي او رادار سیسټم لري.

د ایران دولتي ټلوېزیون پرون، سې شنبه د «زمري۳۰ مه» د ایران ولسمشر، حسن روحاني ښکاره کړ چې د نوې جېټ الوتکې د پیلوټ په کابین کې ناست دی.

د کوثر په نوم دا نوې جنګي جېټ الوتکه د ایران د ملي دفاعي صنعت په نندارتون کې ايښودل شوې وه.

حسن روحاني پرون په ټلویزیوني وینا کې خپل ولس ته وویل چې داسې پوځي تخنیکي پرمختګونه د امریکا د تهاجمي نظر غوره ځواب دی.

د ایران ولسمشر وویل:

حسن روحاني
حسن روحاني

"ځیني کسان د پوځي قدرت زیاتولو ته د جنګ طلبي په سترګه ګوري خو زما په نظر دا د سولې خوښولو لپاره حرکت دی، که ایران داسې قدرت ونه لري، په دې معنی ده چې نورو هېوادونو ته د تېري موقع ورکوي."

هغه ټینګار وکړ چې د ایران پوځي قدرت د دې سبب شوی چې امریکا پر دې هېواد له پوځي حملې لاس نیولی دی.

د ایران یوه پېژندل شوي مذهبي مشر، احمد خاتمي پرون د اختر په لمانځه کې واشنګټن ته خبرداری ورکړ چې پر ایران د پوځي حملې په صورت کې به ایران پر اسرائيل حمله وکړي.

خاتمي د امریکا له لوري د مذاکرو وړاندیز هم رد کړ او ویې ویل چې واشنګټن غواړي، خپله خبره پر ایران ومني چې دی یې د ایران لپاره توهین ګڼي.

خاتمي وویل: "ایران دیکتاتوري نه شي منلائ."

XS
SM
MD
LG