د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ کب ۱۴۰۲ کابل ۰۱:۵۴

فېسبوک ادارې له روسیې او ایران سره تړاو لرونکي۶۵۲ اکونټونه تړلي


د فېسبوک مسئولان وايي، لږترلږه۶۵۲ اکونټونه او وېب پاڼې یې چې له روسیې او ایران سره یې تړاو درلود، بندې کړي دي.

په امریکا کې د نومبر په میاشت کې د کانګرس انتخابات کېږي.

د فېسبوک مسئولانو پرون، سې شنبه د «زمري ۳۰»مه وویل، هغه پاڼې یې تړلې چې د خلکو د غولولو لپاره یې ناسم سیاسي معلومات خپرول.

د فېسبوک په حواله، دې حسابونو او پاڼو "منظم او هماهنګ" فعالیت کاوه او ناسم سیاسي معلومات یې خپرول.

د ټوېټر مسئولانو هم پرون اعلان وکړ چې ۳۰۰ حسابونه یې بند کړي دي.

ټوېټر وویل چې پردې حسابونو د ایران په ګټه او د سعودي او اسرائيل ضد پروپاګند خپرېدل.

د ټوېټر ادارې وویل چې پردې حسابونو د ناسم نفوذ لپاره هماهنګې هڅې له تېرکال راهیسې پېل شوې دي.

د فېسبوک مسئول ، مارک زوکربرګ څو میاشتې مخکې، د امریکاد کانګرس په غونډه کې ومنله چې په ۲۰۱۶ مېلادي کال کې د امریکا د جمهوري ریاست د ټاکنو په درشل کې د روسیې جاسوسانو له فېس بوکه د سیاسي نفوذ لپاره کار اخیستی و.

له هغه راهیسې فېسبوک د څارنې پالیسۍ سختې کړې دي.

د فېس بوک ادارې ویلي چې د تازه تړلو حسابونو په اړه یې د امریکا د خزانې او بهرنیو چارو وزارتونو ته چې پر ایران یې بندیزونه لګولي، معلومات ورکړي او د بریتانیې حکومت یې هم خبر کړی دی.

د فېس بوک مشر مارک زوکربرګ
د فېس بوک مشر مارک زوکربرګ

د فېسبوک مشر، مارک زوکربرګ پرون خبریالانو ته وویل:

"موږ داسې فعالیت ممنوع کړی ځکه زموږ لپاره اعتبار او شفافیت مهم دي، خلک باید پر هغه څه چې پر فېس بوک ګوري، باور ولري، موږ تر اوسه د دې حسابونو په تړاو له ډېرو جزئیاتو بې خبره یو خو څېړنې روانې دي."

د فېس بوک مسئولانو ویلي چې د امریکا په متحدو ایالاتو کې دقانون د حاکمیت له ادارو سره کار کوي او په دې اړه به د تحقیقاتو تر بشپړېدو وروسته، معلومات ورکړي.

د روسیې او ایران حکومتونو په دې ارتباط لا څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG