د پاکستان نوي صدراعظم عمران خان خلکو ته په لومړنۍ وینا کې وویل چې له ګاونډیو سره خپلې اړیکې ښې کوي.
عمران خان چې ګوند یې تحریک انصاف د جولای د ۲۵مې پارلماني ټاکنې وګټلې او د جمعې په ورځ د پارلمان لهخوا د صدراعظم په توګه وټاکل شو، خلکو ته په لومړنۍ وینا کې دا خبره یاده کړه.
د عمران خان خبرې په ژوندۍ توګه له ټلوېزیونه خپرېدې او ټینګار یې وکړ چې له خپلو ګاونډيو هېوادونو سره د ثبات د رامنځته کولو په خاطر اړیکې ښې کوي.
نوموړي زیاته کړه:
"د ټولو ګاونډيو هېوادونو له مشرانو سره مې خبرې کړي، ټولو یې ماته زنګ راووهه او له هغوی مننه کوم، موږ به له ټولو ګاونډیو سره اړیکې ښې کړو، پاکستان امن ته اړتیا لري، بیا هم وایم، تر څو چې امن رانهشي، له شته ستونزو نهشو وتلی، نو زما هڅه به دا وي چې له ټولو ګاونډیانو سره تر ټولو ښې اړیکې ولرو."
عمران خان د کوم مشخص ګاونډي نوم وانهخیست، خو د جولای په ۲۶مه یوه ورځ وروسته له هغه چې ګوند یې د پارلماني ټاکنو اکثرې څوکۍ وګټلې، د افغانستان په اړه وغږېد او ټینګار یې وکړ چې د افغانستان د امن او ثبات لپاره به پوره هڅه وکړي.
د عمران خان بېګانۍ خبرې هم د تېر وار په څېر تر ډېره د پاکستان په کورنیو مسایلو له هغې ډلې اقتصادي ستونزو، فساد او قرضداریو متمرکزې وې.
هغه وویل، د پاکستان قرضداري تر ۲۸ تریلیونو روپیو چې څه باندې ۲۲۷ میلیارده ډالره کېږي، اوښتې ده.
نوموړي وویل:
"هېڅ وخت مو داسې مالي وضعه نهوه خرابه، نن د پاکستان قرضه ۲۸ تریلیونه روپۍ ده، دا قرضه ۱۰ کاله مخکې شپږ تریلیونه روپۍ وه، د دې به پوره حساب درکوو چې دا پیسې چېرته لاړې، که مو دومره پور اخیستی او مصرف شوي وي، چېرته تللي، دا به مو بل کار وي چې کوو بهیې."
عمران خان وویل، د بېوزلو خلکو د ژوند د سطحې د لوړولو هڅه کوي او د پاکستان مالي ذخیره به زیاتوي.
هغه دا هم وویل چې په لومړي ګام کې به د پاکستان په صدارت پورې مربوط زرهي موټر لیلاموي او پیسې بهیې حکومتي ذخیرې ته سپاري.
عمران خان داسې وخت دا خبرې وکړې چې د هغه د مخالف ګوند مسلم لیګ نواز ګوند مشر شهباز شریف په پارلماني ټاکنو کې په درغلیو تُند انتقاد وکړ او د بل مخالف ګوند پیپلز پارټۍ مشر بلاول بوټو هم د عمران خان په ځينو پخوانیو دریځونو او سیاستونو کلک انتقاد وکړ.
راپور: صفيالله ستانکزی