د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۷

په کابل کې د امنیتي وضعیت په اړه د کابل د استازو اندېښنې!


په ولسي جرګه کې د کابل یو شمېر استازي د کابل د امنیتي وضعیت په اړه اندېښنه ښيي.

په ولسي جرګه او ولایتي شورا کې د کابل یو شمېر استازي وايي چې د هرې ورځې په تېرېدو سره په کابل ښار کې امنیتي وضعیت خرابېږي.

د ولسي جرګې غړی رمضان بشردوست او د ولایتي شورا غړې خاطره اسحاقزۍ په دې اړه د یکشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د زمري ۲۸» ازادي راډیو ته وویل:

"د ښار ډېری اوسېدونکي ډاډه نه‌دي چې ماښام به بېرته کورونو ته ستانه شي، ځکه د افغانستان او په ځانګړي ډول د کابل هېڅ سیمه امن نه‌ده."

رمضان بشر دوست
رمضان بشر دوست

"د کابل ښار لپاره چې کوم امنیتي پلان جوړ شوی و، له بده مرغه چې هغه نه‌دی عملي شوی او دغه وضعیت د دې لامل شوی چې امنیتي وضعیت په ښار کې ورځ تر بلې خراب شي."

د ښاغلي بشردوست په خبره، د امنیتي بنسټونو په رهبرۍ کې ضعف موجود دی او دښمن له خلاوو استفاده کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د یکشنبې په سهار د ۸مې او ۱۶مې حوزې اړوند د نادر خان تپې او قلعه زمان خان په سیمو کې دوه راکټونه ولګېدل، خو مرګ ژوبله‌یې نه‌لرله.

خو د تېرې چهارشنبې په ورځ په کابل کې په یوه ښوونیز مرکز د انتحاري حملې له کبله ۳۴ تنه ووژل شول او لږ تر لږه ۵۶ تنه ټپیان شول.

له دغې حملې یوه ورځ وروسته یو شمېر حمله کوونکو چې د کورنیو چارو وزارت‌يې شمېر درې تنه وښود، د کابل ښار د پنځمې امنیتي حوزې اړوند له یوې نیمه جوړې شوې ودانۍ د ملي امنیت د ښوونې او روزنې یو مرکز تر برید لاندې ونیو او شااوخوا دوه اوونۍ وړاندې هم پنځه توغندي د پنځمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې ولګېدل.

له دې ټولو سره د کابل امنیتي مسؤلین په دغه ولایت کې ګواښونه مني، خو ټینګار کوي چې د امنیتي پلان په بشپړېدو سره به د کابل امنیتي وضعیت ښه شي.

د کابل امنیه قوماندان داوود امین د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، درېیم امنیتي کمربند تر کار لاندې دی چې له ښاره تر ولسوالیو امنیتي کنټرول په‌کې شامل دی.

دی وايي دا پلان به تر یوې میاشتې پورې بشپړ شي.

داوود امین
داوود امین

نوموړي وویل:

"د امنیتي پلان چې د درېیم کمربند رامنځته کول‌یې یوه مهمه برخه ده، پر جوړولو یې کار روان دی، د کابل له ولسوالیو ښار ته عبوري لارې تثبیتېږي او کله چې دغه لارې وتړل شي، په امنیتي وضعیت به مثبت تأثیر وکړي او کابل ته به د دښمن د راتګ مخه ونیسي."

په ورته وخت کې د امنیتي چارو یو شمېر کارپوهان له دې ډلې جاوېد کوهستاني په دې باور دی چې د امنیت په اړه د حکومت نه‌پاملرنه د خلکو د نه‌همکارۍ لامل شوې چې د ده په وینا، د کابل په ولسوالیو کې یې د ترورېستي شبکو فعالیتونو ته زمینه برابره کړې ده.

دی وړاندیز کوي چې د کابل د امنیتي وضعیت د ښه کېدو لپاره باید د ښار په کمربندونو تمرکز وشي، په دغو کمربندونو کې ډېر ځواکونه ځای پر ځای شي او دغه شان په کشفي او استخباراتي بنسټونو کې هم پراخ اصلاحات او همغږي رامنځته شي.

راپور: حدیث پردېس​

XS
SM
MD
LG