د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۲

د پاکستان پارلمان نن صدراعظم ټاکي


ټاکل شوې ده چې د پاکستان د نوي پارلمان غړي به نن جمعه د دې هېواد د نوي صدراعظم د ټاکلو لپاه په پارلمان کې دننه ټاکنې وکړي.

په پاکستان کې د تېرې میاشتې په ۲۵ مه نېټه په ټولټاکنو کې د عمران خان په مشرۍ د پاکستان تحریک انصاف ګوند د نورو ګوندونو په پرتله ډېرې څوکۍ وګټلې، خو اکثریت یې ترلاسه نه شو کړای.

د پاکستان د پارلمان نویو منتخب شویو غړیو د تېرې دوشنبې په ورځ سوګند پورته کړ چې ورسره سم د پارلمان د مشر او د نوي صدراعظم د ټاکنې نېټې هم اعلان شوې.

د تېرې چهارشنبې په ورځ د پاکستان د ۱۵ دوررې د پارلمان غړیو په پارلمان کې دننه د دې ادارې د مشر لپاره ټاکنې وکړې چې په نتیجه کې یې د تحریک انصاف ګوند کاندید اسد قیصر خپل سیال خورشید شاه ته چې د تحریک انصاف مخالفو سیاسي ګوندونو په ګډه کاندید کړی و، ماتې ورکړه او د پارلمان مشر شو.

ټاکل شوې چې نن به پارلمان د نوي صدراعظم د ټاکلو لپاره رایه اچوونه وکړي، چې بریالی کاندید به د شنبې په ورځ د نوي صدراعظم سوګند پورته کړي.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند د صدراعظمۍ څوکۍ ته خپل مشر عمران خان او د تحریک انصاف مخالفو سیاسي ګوندونو بیا په ګډه د مسلم لیګ ن مشر شهباز شریف کاندید کړی دی.

عمران خان او شهباز شریف تېره ورځ د صدراعظمۍ لپاره د پارلمان له مشر سره کاغذونه جمع کړل چې تر لنډو پلټنو وروسته تایید شول.

د عمران خان تحریک انصاف ګوند په ټولټاکنو کې د ملي اسمبلې له ۲۷۲ څوکیو څخه ۱۱۶ وګټلې، خو بیا وروسته ورسره د څینو نورو ګوندونو او خپلواک بریالي غړي هم یوځای شول چې دغه ګوند ته یې په مرکز کې د حکومت جوړولو چانس وربرابر کړ.

د یادونې وړ ده چې د پاکستان سږنۍ ټولټاکنې د درغلیو او فساد له پراخو تورونو سره مله و.

د عمران خان د ګوند مخالف سیاستوال تور لګوي چې پوځ په ټاکنو کې د یوه مشخص ګوند په پلوۍ درغلي کړې ده او په لوی لاس یې ځینې سیاستوال له پارلمانه بهر وساتل.

XS
SM
MD
LG