د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۴ غویی ۱۴۰۵ کابل ۰۲:۲۷

INCB: د نيول شوو نشه يي مواد د پلور په اړه د افغان حکومت غوښتنه ردکړه

د نشه يي موادو د کنټرول نړيوال بورډ يا «INCB» د افغان حکومت هغه غوښتنه رد کړه چې نيول شوي نشه يي مواد به پر درمل جوړوونکو شرکتونو باندي پلوري.

د هغو تعدیلاتو پر اساس چې د روان شمسي کال په لومړیو کې له نشه يي موادو سره د مبارزې په قانون کې راغلي، افغان دولت ته اجازه ورکړل شوې چې د نشه يي موادو د کنټرول نړیوال بورډ «INCB» څخه د اجازې تر لاسه کولو وروسته له قاچاق کوونکو څخه نيول شوي تاریاک پر بهرنیو هېوادونو خرڅ او یا هم په هېواد کې دننه په درملو کې کار ځنې واخلي.

د دې خبرې د تائيد لپاره له نشه يي موادو سره د مبارزې د پالیسۍ او ستراتيژۍ معین عثمان فروتن وايي چې د نشه يي موادو د کنټرول نړیوال بورډ د دوی غوښتنه د یوه لیک په واسطه رد کړې او د خپلو ځينو اندېښنو له مخې يې ویلي چې د افغان دولت نه شي کولای تاریاک خرڅ او یا یې هم په درملو کې وکاروي.

فروتن: د نشه يي موادو د کنټرول نړیوال بورډ خپلې اندېښنې او ګڼ شمېر دلایل لري
فروتن: د نشه يي موادو د کنټرول نړیوال بورډ خپلې اندېښنې او ګڼ شمېر دلایل لري

نوموړي زیاته کړه:

"د نشه يي موادو د کنټرول نړیوال بورډ خپلې اندېښنې او ګڼ شمېر دلایل لري، د نشه يي موادو له کنټروله را نیولې بیا له نشه يي موادو څخه تر درمل جوړولو پورې اندېښنې لري، دا ټول هغه موارد دي چې بايد له تخینکي پلوه بحث ورباندې وشي او په اړه یې نظرونه واخیستل شي، له شکه پرته هغه ظرفیت چې له مخې يي نشه يي مواد په درملو بدلوي، پر ځای اندېښنه ده چې بايد پر دې برخه کار او بحث وشي."

ښاغلي فروتن زیاته کړه چې له نشه يي موادو سره د مبارزې وزارت د نورو دولتي ادارو په همکارۍ کار کوي، تر څو د یوه باوري میکانیزم په جوړولو سره دې بورډ ته قناعت ورکړي.

داسې يو میکانیزم چې په هغه اساس د نشه يي موادو د کنټرول نړیوال بورډ دولتونو ته د تاریاکو د خرڅولو اجازه ورکوي.

دا کار ضروري دی چې نیول شوي تاریاک د يوې شفافي پروسې له مخې پولیسو ته وسپارل شي او تر ازموینې وروسته د داخلي محکمې په حکم او د دې بورډ په اجازه خرڅ او یا هم په درمل جوړولو کې کار ځنې واخیستل شي.

له نشه يي موادو سره د مبارزې وزارت د پالیسۍ او ستراتیژۍ پخوانی معین ډاکټر ظفر باور لري چې که د افغانستان اوسنی وضعيت او ظرفيتونه په پام کې ونيسو، نو افغان حکومت د تارياکو د خرڅلاو او درمل جوړولو د مديريت وړتيا نه لري او دې هدف ته د رسېدو لپاره باید يو عملي ميکانيزم جوړ شي.

نیول شوي تاریاک
نیول شوي تاریاک

نوموړي زیاته کړه:

"فکر نه کوم چې داسې یو ظرفیت دې موجود وي، پرته له دې چې د کوکنارو کښت ډېر شي او ګټه یې شخصي جیبونو ته ولوېږي، نور به زموږ په درد و نه خوري، ښه به دا وي چې نشه يي مواد د پخوا په شان وسوځول شي او یا داسې لاره ورته جوړه شي چې د (INCB) قناعت ورباندې حاصل او موږ يې کنټرول کړای شو، د خرڅلاو څرنګوالی، د کنټرول او خرڅلاو د ځایونو په اړه دي هم مقررات جوړ شي، د مثال په ډول که یو سوداګر دا نشه يي مواد په افغانستان کې واخیستل او بیا یې بېرته په هېواد کې دننه خرڅ کړل، په دې کار سره به زموږ ستونزې نورې هم ډېرې شي."

افغان دولت په کال کې د میلیونونو ډالرو په ارزښت کېمیاوي او نشه يي مواد نیسي او سوځوي یې.

له نشه يي موادو سره د مبارزې وزارت باور لري چې که دوی د ظرفیتونو تر لوړولو او يوه پرمخ تللي ميکانيزم تر جوړولو وروسته د «INCB» اجازه تر لاسه کړي او بيا له قاچاق وړونکو څخه نيول شوي تارياک پر هغو دولتونو او شرکتونو خرڅ کړي چې په درملو کې کار ځنې اخلي، نو په دې صورت کې به افغانستان له دې لارې ډېرې پيسې تر لاسه کړي.

راپور: مرسلین ارسلا

هيله ده انتظار وکړئ
Embed

No media source currently available

0:00 0:02:55 0:00
مستقیم لېنک

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG