د افغانستان د شفافیت څار بنسټ په دې هېواد کې د میلیاردونو ضایع شویو ډالرو د بېرته راګرځولو غوښتونکی دی.
د دغه بنسټ مسؤلین په هېواد کې د میلیاردونه بېځایه مصرف شویو ډالرو په اړه سخته اندېښنه لري.
د دې بنسټ رئیس اکرام افضلي د پنجشنبې په ورځ د «فساد په وړاندې د مبارزې او د پايداره پرمختګ» په نوم په یوه ناسته کې په سخته لهجه وویل چې د افغانستان پخوانی ولسمشر باید د تورو پیسو د ترلاسه کولو په اړه خلکو ته سپیناوی ورکړي.
نوموړي ادعا وکړه:
"په تېرو ۱۳ کلونو کې مو داسې ولسمشر درلود چې له تورو پیسو ډکې خلتې يې اخیستي، خو ځواب ورکوونکی نهو، نړیواله ټولنه هم یوازې ننداره کوونکې وه، موږ د غلا شویو پیسو حساب غواړو او له نړیوالې ټولنې غواړو چې په دې برخه کې له افغان حکومت سره مرسته وکړي، دا پسې باید په دوبۍ، ترکیه او نورو هېوادونو کې پاتې نهشي، باید دوباره افغانستان ته راوګرځول شي."
د ده په خبره نړیوالې ټولنې د دې پیسو د غلا پر وخت یوازې ننداره کوله او د دې کار مخنیوی يې ونهکړ.
وموغوښتل په دې اړه د پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي د دفتر نظر هم ولرو، خو ونهتوانېدو.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د اقتصاد وزارت د معلوماتو له مخې په سلو کې ۵۵ افغانان د فقر تر کرښې لاندې ژوند تېروي.
همدا شان د شفافیت د څار بنسټ موندنې ښيي چې ۳،۳ میلیونه افغانان اړینو او عاجلو مرستو ته اړتیا لري.
د راپورونو پر اساس په تېرو څو کلونو کې یوازې امریکا د افغانستان د بیارغونې لپاره ۱۲۶ میلیارده ډالره مرسته کړې ده.
همدا شان شمېرې ښکاره کوي چې د کار په شرایطو برابر له ۱۵ میلیونه افغانانو نه ۹ میلیونهیې بېکاره دي.
د یادولو وړ ده چې لا هم روښانه نهده چې له افغانستان سره مرسته شوې څومره اندازه پیسې ضایع شوې دي.
په ورته وخت کې د اقتصاد وزیر مصطفی مستور چې په دې غونډه کې يې ګډون کړی و وايي، له ناامنۍ او بېوزلۍ وروسته فساد د افغانستان درېیمه لویه ستونزه ده.
د نوموړي په خبره له فساد سره سیاسي چلند او له دې پدیدې سترګې پټول د دې لامل شوي چې په وړاندې يې مبارزه ټکنۍ شي.
نوموړي زیاته کړه:
"له ناامنۍ او بېوزلۍ وروسته د افغانستان درېیمه ستونزه فساد دی، له بده مرغه په تېره یوه لسیزه کې زموږ دفاع تر قومې کچي پورې ځانګړې ده، نو کله چې موږ په قومي لحاظ له غله دفاع کوو نو د فساد په وړاندې مبارزه له ستونزې سره مخ کېږي او په دې برخه کې زموږ مبارزه نتیجه نهورکوي."
بلخوا په افغانستان کې د «جي ای زیډ» رئیس هاف من په دې غونډه کې وویل چې فساد په افغانستان کې د پرمختګ مخه ډب کړې ده.
نوموړي زیاته کړه چې له فساد سره په مبارزه کې د افغان حکومت ملاتړ کوي او باید په دې برخه کې روښانه دریځ تر لاس لاندې ونیول شي.
سیستم جوړونه، د پروسیجرونو ساده کول، اطلاعاتو ته لاسرسی، حق غوښتنه او حق ته لاسرسی، په یو ډول د قانون پلي کول او د مفسدینو محاکمه کول له فساد سره د مبارزې اساسي لارې چارې بلل شوې دي.
راپور: اکرامالله اکرام