د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۷

دفاع وزارت: طالبان له غزني ښاره ایستل شوي، جګړه د ښار څنډو ته غځېدلې


د افغانستان دفاع وزارت وايي، افغان ځواکونه پر غزني ښار بشپړ کنټرول لري او دښمن په شما تمبول شوی دی.

تر څلورو ورځو سختو جګړو وروسته بالاخره افغان ځواکونه په دې وتوانېدل چې له غزني ښار وسله‌وال طالبان په شا او د ښار امنیت په بشپړ ډول خپل کړي.

دا مهال ځانګړي او کمانډو ځواکونه له ښاره دباندې له طالبانو سره په جګړه بوخت دي.

د دفاع وزارت ویاند غفور احمد جاوید د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د غزني ښار تصفیه شوی، دا مهال افغان ځانګړي او کمانډو ځواکونه له ښاره دباندې له طالبانو سره په جګړه بوخت دي.

غزني ښار
غزني ښار

نوموړي زیاته کړه:

"ښار له دښمن تصفیه شوی، عام خلک خپلو کارونو ته ستانه شوي، له ښاره دباندې په کومو سیمو کې چې مزاحمتونه دي د ځانګړو او کمانډو ځواکونو تصفيوي عملیات روان دي، هوايي ځواک‌یې ملاتړ کوي، عملیات به تر هغې دوام وکړي، څو ټولې سیمې له دښمن نه پاکې شي او ګواښونه په بشپړه توګه له‌منځه ولاړ شي."

د تېرې جمعې په شپه وسله‌والو طالبانو پر غزني ښار ډله‌ییزه حمله وکړه چې په ښار کې دننه له افغان ځواکونو سره په جګړه کې ښکېل شول.

دفاع وزارت وايي، په دغه جګړه کې شااوخوا ۷۰ پولیس، ۳۰ د ملي اردو سرتېري، ۴۰ ملکیان او ۳۲۶ طالبان وژل شوي او سلګونه نور یې ټپيان دي.

بل‌خوا د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد بیا ازادي راډيو ته وویل چې اوس هم په غزني ښار کې د طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ جګړه روانه ده.

په ورته وخت کې په ولسي جرګه کې د غزني استازي تأییدوي چې ښار د افغان ځواکونو له لوري تصفیه شوی دی.

لا هم ښار ته د طالبانو ګواښ متوجې دی.

خو په ولسي جرګه کې د غرني ولایت استازي خداداد عرفاني ازادي راډیو ته وویل چې لا هم ښار ته د طالبانو ګواښ متوجې دی.

غزني ښار
غزني ښار

نوموړي زیاته کړه:

"د ښار شااوخوا ټوله د طالبانو په لاس کې ده، تاسې ته معلومه ده چې د اجرستان ولسوالۍ سقوط کړی، هر څه‌یې له‌منځه تللي، د ده یک سیمې هم تېره ورځ سقوط کړی، که پام ونه‌شي امکان لري چې د قره‌باغ، ګیرو او اندړ ولسوالۍ او نورې سیمې هم سقوط شي."

ښاغلی عرفاني وايي چې د غزني د ښار په جګړه کې دواړو خواوو ته درانه ځاني تلفات اوښتي او په خبره‌یې له ۱۸۲ زیات افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه او ملکیان وژل شوي او سلګونه طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

که څه هم د افغانستان دفاع وزارت د اجرستان ولسوالۍ د سقوط په اړه څه نه‌وايي، خو ټینګار کوي چې په غزني ولایت کې به تر هغې عملیات دوام وکړي، تر کومه چې په دغه ولایت کې د دښمن ګواښونه په بشپړه توګه له‌منځه نه‌وي تللي.

دفاع وزیر تېره ورځ خبریالانو ته وویل چې د غزني ښار په جګړه کې د افغان طالبانو سربېره، پاکستانیان، عربان او چچنایان هم برخه لري.

په ورته وخت کې په کابل کې یو شمېر دیني عالمانو او ځوانانو له حکومت او طالبانو په غزني ښار کې د یوې ورځې اوربند غوښتنه کوي.

د دوی په استازیتوب مولوي محمد ابراهیم ازادي راډيو ته وویل، د اوربند غوښتنه د دې لپاره ده چې په جګړه کې اوښتو انساني تلفاتو ته رسیده‌ګي وشي.

راپور: رحمت‌الله افغان

XS
SM
MD
LG