د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۹ غویی ۱۴۰۵ کابل ۰۴:۱۷

دفاع وزارت: د طالبانو له‌خوا پر لویو ښارونو حملو ته تیاری تش تبلیغات دي

د افغانستان دفاع وزارت د وسله‌والو طالبانو هغه ادعاوې چې ګنې د لویو ښارونو د نیولو پلان لري، تش تبلیغات بولي.

په داسې حال کې چې په دې وروستیو کې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د وسله‌والو طالبانو حملو زور اخیستی، د افغانستان دفاع وزارت وايي چې د وسله‌والو مخالفینو د حملو د په شا تمبولو توان لري.

د دغه وزارت ویاند غفور احمد جاوید د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د زمري ۲۲» د وسله‌والو طالبانو هغه ادعاوې تش تبلیغات وبلل چې ګوندې د افغانستان په سترو ښارونو ډله‌ییزو حملو ته تیاری نیسي.

غفور احمد جاوید
غفور احمد جاوید

دی وایي:

"افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه هر وخت دې ته اماده دي چې له خپلې خاورې او له خپل ولسه دفاع وکړي، دغه ډول ادعاوې د وسله‌والو طالبانو د تبلیغاتي جګړې یوه برخه ده، دوی تر اوسه نه کوم ښار نیولی او نه‌يې ساتلی دی، دا یوازې عامه افکار ګډوډوي، افغان امنیتي ځواکونه نه‌یوازې په ښارونو، بلکې په کلیو او بانډو کې هم د خپلې لوېشت لوېشت خاورې دفاع ته چمتو دي."

ښاغلي جاوید وویل، د معلوماتو له مخې وسله‌والو طالبانو سږ کال د فراه، فاریاب، پکتیا او په یو شمېر نورو شمالي ولایتونو کې د سترو حملو پلانونه درلودل چې مخه‌يې نیول شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې کابل چاپ یو شمېر ورځپاڼو د وسله‌والو طالبانو د سرچینو په حواله لیکلي چې دغه وسله‌واله ډله پر مهمو او سترو ښارونو پراخو حملو ته تیاری نیسي.

د وسله‌والو طالبانو دغو سرچینو دا هم ویلي چې د راتلونکو نویو حملو په اړه ښايي طالبان نوي تاکتیکونه وکاروي چې په‌کې د افغان هوايي ځواکونو په نښه کول هم شامل دي.

وسله‌وال طالبان داسې مهال دا ادعاوې کوي چې په دې وروستیو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ناامنیو پېښو زور اخیستی دی.

د تېرې اوونۍ د جمعې په شپه وسله‌والو طالبانو په غزني ښار ډله‌ییزه حمله وکړه چې د دې ښار یو شمېر سیمې يې تر خپلې ولکې لاندې راوستې او د راپورونو له مخې، لا هم د دغه ښار په یو شمېر سیمو کې د وسله‌والو مخالفینو او حکومتي ځواکونو ترمنځ جګړه روانه ده.

له وړاندې د روان لمریز کال په سر کې د فراه په مرکز هم وسله‌والو طالبانو ورته ډله‌ییزه حمله کړې وه چې د څو ساعتونو لپاره‌يې د دغه ښار مهمې سیمې تر خپلې ولکې لاندې راوستې وې او زیات شمېر دولتي ودانۍ يې سوځولې وې.

په ورته وخت کې د پوځي چارو کارپوه باري عارض بیا د وسله‌والو طالبانو وروستۍ ادعا له خطره خالي نه‌ګڼي او له امنیتي ارګانونو غوښتنه کوي چې باید د دغې وسله‌والې ډلې د حملو په وړاندې پوره چمتووالی ولري.

باري عارض
باري عارض

نوموړي وویل:

"وروستیو پېښو او حملو ته په کتو، لیرې نه‌برېښي چې په نورو ولایتونو هم دغه ډول ډله‌ییزې حملې وشي، خو ولې دا د یوې وړاندوینې په حد کې ده، تر اوسه د دې ثبوت نه‌شته چې وسله‌وال طالبان د دې توانايي لري او کنه چې په یو وخت کې په نورو ولایتونو هم دغه ډول ځواکمنې حملې وکړي."

خو د ولسي جرګې د کورني امنیت کمېسیون غړې وږمه ساپۍ د وسله‌والو طالبانو دغه ډول ادعاوې جنګي تبلیغات بولي او وايي چې فکر نه‌کېږي چې وسله‌وال طالبان دې په یو وخت کې په څو ولایتونو ډله‌ییزې حملې وکړي.

راپور: اکرام‌الله اکرام

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG