د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۱

اعتراض کوونکي: د کاندیدانو له لېسته دې د تره‌خېل د نوم ایستلو لامل څرګند ‎شي


ولسي جرګې ته کاندید مولوي تره‎خېل محمدي وايي، تر هغې چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون، د کاندیدانو له لېسته د ده د نوم د ایستلو حقوقي دلایل روښانه نه‎کړي، د ده پلویان به د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون له مخې لیرې نه‎شي او خپلو اعتراضونو ته به دوام ورکړي.

نوموړي د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د زمري ۲۲» ازادي راډیو ته وویل، د ده پلویان حق لري چې له خپل کاندید سره د شوي چلند په اړه وضاحت وغواړي.

ښاغلي تره‌خېل زیاته کړه:

"دا یو سوله‎ییز مدني حرکت او د هر افغان حق دی، دوی وضاحت غواړي چې په کومو دلایلو مو دغه نومونه حذف کړل. ایا د محکمې په حکم محکوم شوي وو، که کوم شکایت‌یې په ادرس درج شوی، دوی ته خو به مو د استېناف حق ورکړی و."

مولوي تره‎خېل محمدي
مولوي تره‎خېل محمدي

دا په‎داسې حال کې ده چې د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د شنبې په ورځ د انتخاباتي شکایتونو له ارزونې وروسته، د ولسي جرګې د کاندیدانو له لېسته د ۳۵ کسانو نومونه لیرې کړي.

د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون د خلکو له‎خوا پر ځینو احتمالي کاندیداتو د اعتراضونو او شکایتونو له څېړلو وروسته د شنبې په ورځ د کاندیدانو د وروستي لېسته ۳۵ کسان وایستل او ۴۵ نورو ته‌يې خبرداری او توصيې کړې دي.

له لېسته د لیرې کړای شویو کاندیدانو په ډله کې داسې کسان هم شته چې اوس د ولسي جرګې برحال غړي هم دي، لکه مولوي تره‎خېل، فوزیه کوفي او مریم کوفي.

سربېره پر ملا تره‎خېل، د کاندیدانو له لېسته نورو حذف شویو کسانو هم د اعتراض غږ پورته کړی او دغه اقدام‌یې غیر قانوني ګڼلی دی.

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، د دغه کمېسیون مخې ته د مولوي تره‎خېل د پلویانو راغونډېدو او مظاهرې د دوی په ورځنیو کارونو منفي اثر کړی دی.

سید حفیظ‌الله هاشمي
سید حفیظ‌الله هاشمي

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون غړي او ویاند سید حفیظ‌الله هاشمي ازادي راډیو ته وویل:

"مدني حرکت او مظاهرې د دوی حق دی، خو په هېڅ عنوان موږ ته د منلو نه‎ده چې د کمېسیون د دروازې مخې ته راټول شي او زموږ د کارونو او عملیاتي پروسې خنډ وګرځي، پر حکومت غږ کوو چې دې کار ته رسېده‎ګي وکړي. مظاهره کوونکو ته هم وايو چې که د انتخاباتو په پروسه کې هر ډول خنډ رامنځته شي، کمېسیون‌یې ځواب ورکوونکی نه‎دی."

د کابل امنیه قومانداني که څه هم د چا نوم وانه‌خیست، خو وايي دا یوازې د مولوي تره‎خېل کسان نه‎دي، بلکې د یو شمېر نورو حذف شویو کاندیدانو پلویان هم له اعتراض کوونکو سره ملګري دي او د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون دروازه‌یې تړلې ده.

د ولسي جرګې لپاره د کاندیدانو له وروستي لېسته د لیرې کړل شویو کاندیدانو د اعتراضونو په لړ کې تېره ورځ فوزیه کوفي او شایسته باز ناصري هم په یو اعتراضیه غونډه کې له وروستي لېسته د دوی د نومونو لیرې کول بې‌دلیله وګڼل.

د دغې قوماندانۍ ویاند حشمت‌الله ستانکزي ازادي راډیو ته وویل، د اعتراض کوونکو راټولېدنه سوله‎ییزه ده او کمېسیون له امنیتي پلوه خوندي دی.

حشمت‌الله ستانکزی
حشمت‌الله ستانکزی

دی وايي:

"هغه کسان چې له لومړني لېسته‌یې نومونه لیرې شوي، سهار مهال د انتخاباتو د کمېسیون مخې ته راټول شوي دي، د کمېسیون لپاره مؤظف پولیس په سیمه کې موجود دي، موږ امنیتي تدابیر نیولي، د کمېسیون دروازې تړلي، خو کمېسیون په بشپړه توګه خوندي دی او د تاوتریخوالي کومه پېښه نه‎ده رامنځته شوې."

لیرې شوي یو شمېر کاندیدان حکومت د کمېسیون په چارو کې په لاس‎وهنو تورنوي، خو ولسمشر محمد اشرف غني تېره ورځ د ځوانانو نړیوالې ورځې په مناسبت جوړه شوې غونډه کې وویل چې هېڅکله به د انتخاباتو د کمېسیون په چارو کې مداخله ونه‎کړي او نه به چا ته د مداخلې اجازه ورکړي.

سربېره پر دې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي چې په پرېکړو کې خپلواک او د هېڅ فرد او هېڅ ارګان تر اغېزې لاندې نه‌دی.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG