په داسې حال کې چې ملګرو ملتونو له ژمي مخکې له وچکالۍ نه زیانمنو خلکو ته د رسېدنې او مرستې په برخه کې د افغان حکومت او نړیوالې ټولنې څخه د جدي اقداماتو غوښتنه کړې ده، پېښو ته د رسېدنې په برخه کې د دولت وزیر وايي، دوی له ممکنه ناوړه عواقبو نه د مخنیوي په هدف کوټلي ګامونه اخیستي دي.
نجیب اقا فهیم د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د زمري ۲۲» له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل، دوی د دغه هدف لپاره د بېلابېلو وزارتونو سره په همکارۍ یو بشپړ پلان تطبیق کړی چې هیلهمند دی له وچکالۍ څخه اغېزمنتیا به راکمه کړي.
ښاغلي فهیم زیاته کړه:
"موږ په لومړي پړاو کې ۲۰ ولایتونو ته مرستې رسولې دي او وړاندوینه دا ده چې د وچکالۍ او اړمنتیا اغېز کمېږي، خو په اوږد مهال کې د مرستو په برخه کې هم موږ د سرچینو له کمښت سره مخ یو او هم نړیواله ټولنه ځيني مالي ستونزې لري."
دی وايي، د کال له پیل راهیسې يې دا پلان په څلورو پړاوونو کې بشپړ کړی.
په اکثرو ولایتونو کې د مرستو د وېش لړۍ پیل شوې او دا به دوام ولري.
ښاغلي فهیم پهدې برخه کې مالونو ته د خوراک د لېږد، په ذخیرو کې د غنمو د ځای پر ځای کېدو، اړمنو سیمو ته د ټانکرونو له لارې د اوبو او روغتیايي خدماتو د رسولو خبره کوي.
خو دی وايي، د اټکلېدونکي لوږې د ختمولو لپاره لا جدي اقداماتو ته اړتیا ده چې پهدې توګه د خلکو د بېځایه کېدو او د نرخ له لوړېدو مخنیوی وشي.
دا پهداسې حال کې ده چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي مرستیال توبي لانزر خبرداری ورکړی چې د وچکالۍ له امله د غنمو کم کښت به دوه میلیونه افغانان غذايي او انساني مرستو غوښتلو ته اړ کړي.
ده ویلي چې که افغان حکومت او نړیواله ټولنه سر له اوسه د دغې ستونزې د هواري لپاره لاس په کار نهشي ممکن په راروان ژمي کې افغانستان له ناورین سره مخ شي.
د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت بیا سږ کال د یو میلیون مټریک ټنه غنمو کم کښت تأییدوي، خو وايي چې د اړتیا د پوره کېدو لپاره تدابیر هم لري.
د یاد وزارت ویاند اکبر رستمي ازادي راډيو ته وویل، دوی د اغېزمنو ولایتونو لپاره په ستراتېژیکو ذخیرو کې کافي غنم لري او په لا نورو لارو چارو هم کار کېږي.
رستمي زیاته کړه:
"په اکثرو ولایتونو کې د مرستو د وېش لړۍ پیل شوې او دا به دوام ولري، هغه اندازه غنم چې سږ کال کمېږي موږ بهيې را وارد کړو چې له اقتصادي اړخه هم ګټور وي، پهدې برخه کې له قزاقستان سره لومړنۍ خبرې شوې دي."
په افغانستان کې د څو کلونو راهیسي د غنمو حاصلات تر څلورنیم مټرېک ټنه رسېدلي وو، خو سږ کال د وچکالیو له امله دا اندازه درې نیم میلیون مټریک ټنو ته راښکته شوې ده.
دا پهداسې حال کې ده چې د افغانستان اقتصاد پر کرنې او مالدارۍ ولاړ دی، خو دا وخت د افغانستان ۲۲ ولایتونه له سختو وچکالیو سره مخ دي.
راپور: یوسف خان ځدراڼ