د لاسرسي لېنکونه

سه شنبه ۲۰ لیندۍ ۱۳۹۷ کابل ۰۲:۱۳

سولې شورا: ازبکستان د افغان حکومت په اجازه طالبان دغه هېواد ته بللي و


د افغانستان د سولې عالي شورا له ازبکستانه د طالب پلاوي د کتنې په اړه وايي چې ازبکستان له افغان حکومت سره تر همغږۍ وروسته دغه پلاوي ته بلنه ورکړې وه.

د دغه شورا ویاند سید احسان طاهري د یکشنبې په ورځ«۱۳۹۷کال زمري۲۱» ازادي راډیو ته وویل تمه ده چې د سیمې د هېوادونو په همکارۍ ډېر ژر له طالبانو سره د مخامخ خبرو لړۍ پیل شي.

سید احسان طاهري
سید احسان طاهري

نوموړي زیاته کړه:

"له شک پرته په وروستیو کې د سولې په برخه کې ټولې هڅې زموږ سره په همغږۍ کېږي، ازبکستان تر دې وړاندې چې طالبانو ته بلنه ورکړي له افغان حکومت یې اجازه وغوښته او حکومت اجازه ورکړه چې دوی دې همکاري وکړي."

د ښاغلي طاهري په خبره که طالبان له افغان حکومت سره خبرو ته اماده شي افغان حکومت به د ازبکستان په ګډون په هرځای کې چې طالبان وغواړي دفتر خلاص کړي.

تمه ده د سیمې د هېوادونو په همکارۍ ډېر ژر له طالبانو سره د مخامخ خبرو لړۍ پیل شي

تازه طالبانو رسنیو ته په استولې اعلامیې کې ویلي چې د شیرمحمد عباس ستانکزي په مشرۍ د طالبانو یوه پلاوي د اکسټ له شپږمې تر لسمې نېټې د ازبکستان له پلازمینې تاشکند څخه لیدنه کړې ده.

په اعلامیه کې همدا رار ویل شوي چې دغه پلاوي د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف او د افغانستان لپاره د ازبکستان د ولسمشر استازي عصمت ارګاشیف سره کتلي دي.

د اعلامیې له مخې طالب پلاوي د افغان سولې، له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو او همدا راز په افغانستان کې د ازبکستان د پروژو د امنیت د خوندیتوب په اړهم خبرې کړي دي.

جمهوري ریاست او د بهرنیو چارو وزارت په دې اړه چې که طالبان د پرمختیايي پروژو د امنیت په اړه مخامخ له ازبکستاني چارواکو سره خبرې کوي دا مسئله د افغان حکومت حاکمیت تر پوښتنې لاندې نه راولي له څه ویلو ډډه وکړه.

په قطر کې د طالبانو دفتر
په قطر کې د طالبانو دفتر

د نړیوالو چارو کارپوه مشتاق رحیم وايي چې د سولې له خبرو او همدا راز له نورو هېوادونو سره د طالبانو له تعملاتو د افغان حکومت لېرې پاتې کېدل د سولې له ټینګښت سره مرسته نه شي کولای.

طالب پلاوي د افغان سولې، له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو او همدا راز په افغانستان کې د ازبکستان د پروژو د امنیت د خوندیتوب په اړهم خبرې کړي دي.

نوموړي زیاته کړه:

"که دا پروسه تر پایه همداسې مخ ته ځي او افغان حکومت دې پکې مخامخ موجود نه وي، نو دا پروسه نه یوازې دا چې د حکومت مشروعیت تر پوښتنې لاندې راولي بلکې دا پروسه نتیجه هم نه ورکوي."

د ښاغلي رحیم په خبره دا به وخت نیونکې وي چې طالبان دې له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته حاضري شي، خو له ازبکستان څخه د دغه ډلې د پلاوي کتنه کولای شي د مخامخ خبرو لپاره د زمینې له برابرولو سره مرسته وکړي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG