د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۷

د هرات پولیسو کېمیاوي مواد نیولي چې له چینه ایران او بیا افغانستان ته قاچاقېدل


هغه کېمياوي مواد چې د نشه يي موادو په جوړېدو کې کارول کېږي په پرله پسې ډول له ګاونډیو هېوادونو څخه افغانستان ته رالېږل کېږي.

د هرات ولایت پولیسو د سې شنبې په ورځ د اسلام کلا په ګمرک کې په لویه اندازه کېمیاوي مواد نیولي دي چې له چین څخه ایران او بیا له هغه ځایه افغانستان ته قاچاق کېدل.

د هرات ولایت له نشه‎یې موادو سره د مبارزې مدیر حمیدالله نصرت‎زاده ازادي راډیو ته وویل چې دا د اسیډ اندراید «Acid Android» په نوم تېزاب وو چې د نشه‎يي موادو په پروسس او جوړېدو کې کارېدل او ارزښت یې څو میلیونو ډالرو ته رسېږي.

ښاغلی نصرت زاده وايي، په پام کې وه چې دا تېزاب د هیروئينو او کرسټالو د تولید لپاره د فراه ولایت بالا بلوک ولسوالۍ ته انتقال شي.

نوموړی وايي:

"دا په لویه اندازه کېمیاوي مواد دي چې زموږ تر څارنې لاندې او د اسلام کلا په ګمرک کې ونيول شول. تر څارنې لاندې موټر چې څلوېښت فوټه لوړ کاټینر په‎کې بار او غوښتل يې چې د پاکوونکو مایع موادو په نوم افغانستان ته قاچاق کړي، د تلاشۍ پرمهال ونيول شو او له دې کانټينر څخه د اسید اندراید «Acid Android» په نوم ۳۵۰ ډبې تېزاب ترلاسه شول."

نیول شوِ مواد
نیول شوِ مواد

د ملګرو ملتونو ادارې د وروستۍ سروې پر اساس ډېره برخه کوکنار په افغانستان کې کرل کېږي، خو د افغانستان دولت وايي چې د نشه‎يي موادو د پروسس او تولید لپاره ټول کېمیاوي مواد له ګاونډیو هېوادونو، په تېره بيا د ایران او پاکستان له لارې افغانستان ته قاچاق کېږي.

په تېرو درېیو میاشتو کې افغان ځواکونو وکولای شول چې ۴۰ ټنه هغه کېمیاوي مواد ونيسي چې له ایرانه افغانستان ته قاچاق کېدل.

د افغانستان له نشه‎يي موادو سره د مبارزې وزارت وايي چې په افغانستان کې کوکنار یوازې کرل کېږي، خو هغه کېمیاوي مواد چې د نشه‎يي موادو په جوړولو کې کارځینې اخېستل کېږي، له ګاونډیو هېوادونو څخه افغانستان ته قاچاق کېږي.

له نشه‎يي موادو سره د مبارزې وزارت ویاند حنیف دانشیار زیاتوي چې ګاونډي هېوادونه د کېمیاوي موادو د ټرانزیټ او قاچاقو اصلي لاره ده.

حنیف دانشیار
حنیف دانشیار

دی وايي:

"افغانستان د خامو نشه‎يي موادو یا تریاکو تولیدوونکی هېواد دی، خو کله چې له تریاکو څخه نور نشه‎يي مواد جوړېږي، د دې نشه‎يي موادو د جوړېدو لپاره یو ډول کېمیاوي موادو ته اړتیا ده چې دا مواد په افغانستان کې نشته. د افغانستان نشه‎يي مواد یوه نړیواله غوښتنه ده چې پدې برخه کې ګاونډي هېوادونه مهم رول لري او دا مواد له افغانستانه د سيمې هېوادونو ته د ګاونډيو هېوادونو په مرسته قاچاق کېږي. دغه ډول کېمیاوي مواد هم د سیمې هېوادونو له لارې افغانستان راوړل کېږي."

له نشه‎يي موادو سره د مبارزې وزارت وايي، ګاونډي هېوادونه د کېمیاوي موادو په قاچاقو کې د لاس لرلو ترڅنګ د نشه‎يي موادو د تولید د ډېروالي سبب هم ګرځېدلي چې د سیمه‎ییزې ستراتېژۍ په نوې طرحه کې دې موضوع ته جدي پاملرنه شوې ده.

د دې طرحې پر اساس به ګاونډي هېوادونه مکلف وي چې افغانستان ته د کېمیاوي موادو د قاچاقو مخه ونيسي.

راپور: مرسلین ارسلا

دا راپور په غږیزه بڼه هم اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG