سعودي عربستان وایي، د دغه هېواد او کاناډا ترمنځ سیاسي شخړې به کاناډا ته د سعودي د تېلو د لېږلو چارې اغېزمنې نهکړي.
عربستان چې د نړۍ په سطح د تېلو تر ټولو لوی صادروونکی دی، یوه قاطع او اوږدمهاله پالېسي لري چې له مخې یې هېڅ ډول سیاسي کړکېچ نهشي کولای، د دغه هېواد د تېلو پر صادراتو اغېز وکړي.
دا خبره د سعودي عربستان د انرژۍ وزیر خالد الفالح نن پنجشنبه په یوه وینا کې کړې ده.
نو له همدې کبله ریاض ویلي، سره لهدې چې له کاناډا سرهیې اړیکې پهدې وروستیو کې ترینګلې شوې دي، خو تېل بهیې کاناډا ته ولېږل شي.
د کاناډا او سعودي عربستان ترمنځ د سوداګرۍ ارزښت په کال کې نږدې ۴ میلیارده ډالرو ته رسېږي.
پهدې کې عربستان ته د کاناډا صادرات په ۲۰۱۷ میلادي کال کې ۱،۱۲ میلیارده ډالره وو چې د کاناډا د ټولو صادراتو ۰،۲ فیصده جوړوي.
د عربستان د بهرنیو چارو وزیر عادلالجُبیر د دغو دوو هېوادونو ترمنځ د جوړجاړي هر ډول هڅې رد کړي او د چهارشنبې په ورځیې پر اوتاوا غږ وکړ چې خپله تېروتنه اصلاح کړي.
سعودي عربستان تېره اوونۍ د کاناډا د هغو څرګندونو له کبله غصه شوی چې ویلي یې و پهدغه هېواد کې د بشري حقونو بندي فعالان باید ژر تر ژره خوشې شي.
د کاناډا حکومت د اګسټ پر درېیمه نېټه یو ټویټ کړی و او پر سعودي یې غږ کړی و چې د بشري حقونو فعالان دې ژر تر ژره خوشې کړي او د دغو فعالانو له کورنیو سرهیې خپله خواخوږي ښودلې وه.
پهدغو فعالانو کې یوه سمر بداوي او د هغې یو لیکوال ورور شامل دی چې هغوی په ۲۰۱۲ میلادي کال کې اسلام ته د سپکاوي په تور نیول شوي دي او د زرو درو په وهلو او ۱۰ کاله بند محکوم شوي دي.
دغو اقداماتو ته په نړیواله سطح غبرګونونه ښودل شوي دي، خو ریاض د کاناډا وروستۍ څرګندونې په خپلو کورنیو چارو کې مداخله بولي او له کبلهیې سخت غبرګون ښودلی دی.
د همدې غبرګون په نتیجه کې یې د تېرې یکشنبې په ورځ له ریاضه د کاناډا سفیر وایست، د کاناډا وارداتیې بند کړل او له اوتاوا سرهیې خپل دولتي ښوونیز او روغتیایي پروګرامونه بند کړل.
د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر ویلي و چې سعودي په خپلو کورنیو چارو کې د مداخلې په تړاو د کاناډا پر وړاندې پر نورو اقداماتو هم غور کوي.
د کاناډا صدراعظم جاستن ټروډو په لومړي سر کې ویلي و چې د مدني ازادیو په برخه کې به پر سعودي عربستان فشارونو ته دوام ورکړي، خو وروسته داسې ښکارېده چې پهدې خبرو کې د نرمښت راوستلو لپارهیې وویل چې سعودي د بشري حقونو په برخه کې پرمختګ کړی دی.
ټروډو وایي:
"د دواړو هېوادونو ترمنځ ډیپلوماتېکې خبرې روانې دي. موږ له سعودي سره ناسمې اړیکې نهغواړو. دا هغه هېواد دی چې په نړۍ کې یو لوی ارزښت لري او د بشري حقونو په برخه کې یې پرمختګونه کړي دي."
سعودي عربستان په وروستیو میاشتو کې د بشري حقونو ډېری ښځینه فعالانې نیولې دي چې مخکې یې د ښځو د موټر چلولو د حق او پهدغه هېواد کې د نارینهوو تر کنټرول لاندې سیستم د ختمولو لپاره کمپاینونه کړي دي.