سعودي عربستان وايي چې په ریاض کې د کاناډا سفیر باسي او له دې هېواد سره تجارتي اړیکې او نوې پانګونې ځنډوي.
د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت پرون یکشنبه ناوخته په یوه بیان کې وویل چې د سعودي سلطنتي نظام په خپلو کورنیو چارو کې د چا لاسوهنې ته اجازه نهورکوي.
سعودي چارواکي دا اعلان وروسته له هغه کوي چې په ریاض کې د کاناډا سفارت د بشري حقونو د یوې زنداني فعالې د خوشې کېدو غوښتنه وکړه.
په بیان کې راغلي چې سعودي عربستان به له کاناډا سره د سوداګرۍ او پانګونو په برخو کې ټولې راکړې ورکړې بندې کړي او د نورو اقداماتو حق هم ځان ته خوندي بولي.
د سعودي عربستان حکومت د کاناډا سفیر ته ۲۴ ساعته مهلت ورکړی چې له دې هېواده ووځي او په اوتاوا کې خپل سفیر یې هم هېواد ته رابللی دی.
دا پهداسې حال کې ده چې د سعودي ځواکمن ولیعهد محمد بن سلمان ژمنه کړې ده چې محدودیتونه به لیرې کوي او د خپل هېواد محافظهکار اقتصادي سیستم به د نړیوالو پر مخ پرانیزي.
د کاناډا د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ په یوه اعلامیه کې وویل چې د سمر بدوي «Samar Badawi» په ګډون په سعودي عربستان کې د نورو مدني فعالانو او د ښځو د حقونو د مدافعانو د نیول کېدو له پلوه سخته اندېښنه لري.
د کاناډا حکومت پهدې اعلامیه کې له سعودي چارواکو غوښتي چې دا او د بشري حقونو نور سولهییز فعالان سمدستي خوشې کړي.
د کاناډا د بهرنیو چارو د وزارت یوې ویاندې مري پییر باریل «Marie-Pier Baril» پرون یکشنبه وویل چې اوتاوا د سعودي د اقداماتو له کبله جدي اندېښنه لري.
د بشري حقونو د څار ټولنې «HRW» د سعودي چارواکو لهخوا په نیول شویو کسانو کې د مېرمن بدوي او نسیمې سعده نومونه یاد کړي چې له اوږدو کلونو راهیسې یې ښځو ته د موټر چلولو د حق او له نارینه محرم پرته له کوره د ښځو پر وتلو د بندیز د لیرې کېدو غوښتنه کوله.
خو له دې سره سره په سعودي کې د فردي ازادیو فعالان وايي چې د سعودي عربستان په محافظهکاره ټولنه کې ښځې لاهم له سختو محدودیتونو سره مخامخ دي.