د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۰

دفاع وزارت د بلومبرګ وروستی راپور د پاکستاني چارواکو تش تبلیغات بولي


د افغانستان دفاع وزارت د بلومبرګ امریکايي خبري اژانس د هغه راپور په غبرګون کې چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ په ګډه پوله کې د ۶۰ زره پاکستاني پوځیانو د ځای پر ځای کولو په اړه خپور شوی وايي چې پاکستان غواړي په دغه ډول تبلیغاتو نړۍ دوکه کړي.

د دغه وزارت د ویاند دفتر سرپرست محمد رادمنش د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د زمري ۱۸» ازادي راډيو ته وویل چې که پاکستان په رښتیا هم غواړي چې د ترهګرۍ په وړاندې مبارزه وکړي، نو د سرحدي سیمو د ساتنې پر ځای دې د یاد هېواد دننه د ترهګرو ډلو په وړاندې عملیات وکړي.

محمد رادمنش
محمد رادمنش

ښاغلي رادمنش زیاته کړه:

"کله وايي چې ۶۰ زره نوي پوځيان ځای پر ځای کوو، کله خندقونه کېندي او کله هم ازغن سیم تېروي، خو د ترورېزم پر وړاندې په مبارزه کې عملي ګامونه نه‌اخلي. یوازې په شعارونو او د پوځيانو پر ځای پر ځای کولو څه نه‌کېږي، اصلي حل‎لاره دا ده چې پاکستان په خپله خاوره کې د ترهګرو مرکزونه له‎منځه یوسي."

دا په‎داسې حال کې ده چې تازه یو شمېر امریکايي رسنیو راپور ورکړی چې پاکستان پلان لري، له افغانستان سره پر پوله ۶۰ زره نوي پوځيان ځای پر ځای کړي.

بلومبرګ امریکايي خبري اژانس د یوه پاکستاني امنیتي چارواکي له قوله چې نوم‎يې نه‎دی اخیستل شوی لیکلي دي چې د دغه پوځيانو د روزنې او استخدام چارې ۴۰ فیصده مخکې تللي او د دې پروسې بشپړېدل به دوه نور کلونه وخت ونیسي.

دغه پاکستاني امنیتي چارواکي دا هم ویلي دي چې د پاکستان دا پرېکړه د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر پوله د ترهګرو او مخدره موادو د قاچاقبرو د تګ راتګ د مخنیوي په هدف شوې ده.

پاکستان تل ترهګر روزلي او د افغانستان په ګډون‌يې نورې نړۍ ته هم د ورانکارۍ په هدف استولي.

په وروستیو کې پاکستان په نړیواله کچه د ترورېزم د ملاتړي هېواد په توګه پېژندل کېږي، د دې هېواد په یو شمېر سیمو کې د ترهګرو خوندي پټن‎ځایونه هغه څه دي چې افغان حکومت‌يې تل له ترهګرو څخه د ملاتړ د بېلګې په توګه یادوي.

خو پاکستان تل دغه ډول څرګندونې رد کړې دي.

خو د امنیتي چارو یو شمېر افغان کارپوهان بیا د ترهګرۍ په وړاندې په مبارزه کې د پاکستان هر اقدام ته د شک په نظر ګوري او وايي چې یاد هېواد تل ترهګر روزلي او د افغانستان په ګډون‌يې نورې نړۍ ته هم د ورانکارۍ په هدف استولي دي.

پاکستان تل دغه ډول څرګندونې رد کړي.
پاکستان تل دغه ډول څرګندونې رد کړي.

له ډلې يې محمداګل مجاهد ازادي راډيو ته وویل:

"د پاکستان، په اکثرو اېجنسیانو، کورمې او اورکزیو کې د داعش کمپونه دي، هلته روزل کېږي، په سوریه او عراق کې ماته خوړلي داعش جنګیالي په پاکستان کې روزل کېږي او بیا افغانستان ته لېږل کېږي، دوی ولې له هغوی سره مبارزه نه‎کوي چې راځي پوله بندوي؟ دا هسې بهانې دي."

د یادولو وړ ده چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ ۱۴۵۶ کېلو متره اوږده کرښه پرته ده چې د راپورونو پر اساس له ۲۰۰ ډېرې عمومي او فرعي لارې لري.

پاکستان داسې مهال دا اقدام کوي چې له دې وړاندې يې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ازغن سیم د لګولو چارې هم پیل کړي او راپورونه وايي چې تر دې دمه‌يې ۱۳ فیصده کارونه شوي دي.

راپور: اکرام‌الله اکرام

XS
SM
MD
LG