د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۸ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۴۷

بلومبرګ د افغانستان په اړه د سيګار پر وروستي راپور تبصره کړې


بلومبرګ (Bloomberg):

امريکايۍ بلومبرګ خپرونې په خپل هغه مطلب کې چې پرون يې خپور کړى، د افغانستان د بيارغونې لپاره د امريکا د ځانګړي سرمفتش ادارې يا سيګار پر وروستي راپور تبصره کړې ده.

بلومبرګ د راپور هغې برخې ته پام اړولى چې د افغان قواوو او ملکي افغانانو د تلفاتو پر زياتوالي راڅرخي.

د ليکنې په حواله، د افغان قواوو تلفات په داسې حال کې ټکان ورکوونکي حد ته رسېدلي چې ملکي تلفات هم تر حد لوړ دي.

د بلومبرګ په ليکنه کې د سيګار په حواله ويل شوي چې تېر ميلادي کال د ملکي افغانانو مرګ ژوبله ١١ زره او ٤١٨ ته رسېدلې وه؛ دا له ٢٠٠٩میلادي کال راهيسې چې ملګري ملتونه دغه ارقام ثبتوي تر ټولو لوړ شمېر ګڼل شوى دى.

په ليکنه کې د افغان پوځيانو د تلفاتو په تړاو ويل شوي، يوازې د روان ميلادي کال په شپږو اوونيو کې ٨٠٧ افغان پوځيان وژل شوي دي.

ډېلي کالر (Dailycaller):

ډېلي کالر خپرونې بيا د افغانستان د بيارغونې لپاره د امريکا د ځانګړي سرمفتش ادارې يا سيګار د راپور پر هغې برخې تمرکز کړى چې افغانستان کې د کوکنارو د کښتونو د زياتېدو په باب ده.

د ليکنې په پيل کې راغلي، په ٢٠١٦میلادي کال په افغانستان کې د کوکنارو کښت په داسې حال کې زيات شو چې د مخدره موادو په وړاندې مبارزه هم روانه وه او امريکايي کمپنيو ورباندې اته نيم مليارده ډالره لګولي دي.

ډېلي کالر د سيګار په حواله د خپلې ليکنې په دوام زياتوي، په ٢٠١٦م کال د ترياکو توليد ٤٣ فيصده زيات شوى دى.

په ليکنه کې د سيګار راپور ته اشاره شوې چې په کې ويل شوي: ناوړه امنيتي شرايط، د سياسي هوډ نشتوالي او د مخدره موادو په وړاندې د مبارزې وزارت غيرموثر مديريت تېر ميلادي کال د کوکنارو د کښتونو د اړولو چارې اغېزمنې کړې وې.

ډېلي کالر خپرونې ليکلي، د ترياکو کار و بار د وسلوالو طالبانو د مالي سرچينو شا و خوا ٦٠ فيصده برخه جوړوي.

ابزرور (Observer):

له امريکا خپرېدونکې ورځپاڼې ابزرور هم په خپله پرونۍ ګڼه کې د افغانستان په باب مفصله ليکنه خپره کړې ده.

د ليکنې په پيل کې راغلي:

د امريکا ولسمشرانو تر دويمې نړيوالې جګړې وروسته چې کله د پوځي ځواک د کارونې مسئله مخې ته راغلې، پر ډېر قوت ټينګار کړى دى.

په وروستيو کې ډونالډ ټرمپ بې له دې چې د کانګرس د تصويب هڅه وکړي، د ننګرهار په اچين ولسوالۍ کې د بمونو مور په نامه ستر بم د داعش پر سمڅو وکاراوه او تر دې مخکې يې په سوريه کې پر يوه پوځي اډه بمي حمله کړې وه.

د ابزرور په ليکنه، خو د امريکا د اساسي قانون له مخې د جنګ د اعلان صلاحيت کانګرس لري او ولسمشر ته دا واک ورکړل شوى، چې د وسلوالو ځواکونو د اعلى سرقوماندان په توګه هم عمل وکړي.

په ليکنه کې يوه جنجال پاروونکې موضوع دا ښوول شوې، چې ايا ولسمشر دا صلاحيت لري، چې د کانګرس د جنګ له رسمي اعلان پرته پوځي قوت وکاروي؟ ورځپاڼه پوښتنه کوي: که هو، نو د صلاحيت دا حدود څومره دي؟

XS
SM
MD
LG