د اسلامي همکاریو سازمان د افغانستان په اړه د مکې مکرمې د سولې د پرېکړهلیک د عملي کېدو په خاطر له ښکېلو خواوو غوښتنه کړې چې د خبرو اترو او روغې جوړې لپاره هڅې پراخې او ګړندۍ کړي.
په مرکز کابل او د افغانستان په نورو ولایتونو کې د انتحاري حملو، جګړو او وژنو په غبرګون، د اسلامي همکاریو سازمان سرمنشي یوسف اولتایمین له حکومت، سیاسي مشرانو او د دغه سازمان له غړو هېوادونو غوښتنه کړې چې په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کمولو لپاره کار وکړي.
په کابل کې د یاد سازمان سفیر د دوشنبې په ورځ «۱۵ اسد ۱۳۹۷» د یاد سازمان د سرمنشي لهخوا خپره شوې اعلامیه له رسنیو سره شریکه کړه چې پهکې د افغانستان د سولې په اړه د مکې معظمې له پرېکړهلیک د جدي ملاتړ غوښتنه شوې ده.
حسين اونی بوتسالي وايي، د مکې له غونډې وروسته د اسلامي همکاریو سازمان او غړي هېوادونه تاریخي پړاو ته رسېدلي او تمه ده چې د سولې لپاره وروستۍ هڅې ګټورې تمامې شي.
نوموړي زیاته کړه:
"د اسلامي هېوادونو د همکاریو سازمان دا وخت کومه بېله اجنډا نهلري، بلکې د افغانستان د سولې او پخلاینې اجنډا تعقیبوي، زموږ سازمان د زمینو د برابرولو هڅه کوي، نه دا چې خپلهيې رهبري پر غاړه ولري، نو ځکه پهکار ده چې سولې او یوځای کېدو ته یو چانس ورکړو."
نوموړی وايي، ښه دا ده چې د بدلون په دې موده کې تېر ته کتنه وشي چې څنګه کولای شو چې د وینو تویولو روانه لړۍ ودرېږي.
ښاغلی بوتسالي وايي، د سولې پروسې کامیابۍ ته لازم فرصت برابر شوی او باید له دې چانسه سمه استفاده وشي.
د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان له ادرسه دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د تېرې سرطان میاشت کې د دغه سازمان او سعودي عربستان په نوښت، د ۵۷ هېوادونو دیني عالمان د افغانستان په اړه د مکې او جدې په ښارونو کې سره راغونډ شول.
د غونډې ګډونوالو په افغانستان کې روانه جګړه فتنه وبلله او ویېویل چې د دې هېواد وضیعت نور د زغملو نهدی او باید جګړه پهکې ژر تر ژره ودرول شي.
په همدې حال کې د افغانستان د مشرانو جرګې یو شمېر غړي وايي چې هیله شته چې د افغان سولې په برخه کې د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان هلې ځلې ښې نتیجې ورکړي.
د دې جرګې دوهم مرستیال محمد اصف صدیقي د دوشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې د جنګ ښکېل اړخونه په ځانګړي ډول، وسلهوال طالبان باید د اسلامي نړۍ د عالمانو فتوا عملي کړي.
دی وایي:
"وسلهوال طالبان که د اسلامي نړۍ د عالمانو فتوا ته احترام نهلري، په دې معنی چې د اسلام او شریعت خلاف کار کوي او جنګيې حرام او فتنه ده، کله چې د اسلامي نړۍ عالمان فتوا ورکوي او طالبان پرې عمل نهکوي، په دې معنی ده چې په افغانستان کې د سیمې د هېوادونو پروژه پر مخ وړي."
ښاغلی صدیقي وايي چې د اسلامي هېوادونو د مرستې سازمان او غړي يې باید د افغان سولې په برخه کې خپلې هلې ځلې تېزې کړي.
د ده په خبره، دغه سازمان باید د نورو هلو ځلو تر څنګ، د افغان حکومت او وسلهوالو طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو اترو منځګړیتوب هم وکړي.
راپور: یوسف خان ځدراڼ