د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۸

امنیه قوماندان: د ارزګان چنارتو ولسوالي د سقوط له ګواښ سره مخ ده


د ارزګان د چنارتو ولسوالۍ امنیه قوماندان وايي، یاده ولسوالي وسله والو طالبانو سخته محاصره کړې او وايي که اضافي ځواک ور ونه لېږل شي سقوط به وکړي.

ا منیه قوماندان اختر محمد د یکشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چي له درې شپو راهیسې طالبانو د ولسوالۍ زیاتې سیمې ورڅخه نیولي خو ولایتي او مرکزي ادارې ورسره هېڅ مرسته نه ده کړې.

نوموړی وايي، اوس هم د پولیسو پر پوستو جګړه روانه ده او په سیمه کې مېشت سرتېري د خوراکي موادو له نشتوالي سره هم مخ دي.

قوماندان: پولیس د خوراکي موادو له کموالي سره مخ دي
قوماندان: پولیس د خوراکي موادو له کموالي سره مخ دي

اختر محمد وویل:

"زه نه پوهېږم چې دا زموږ څنګ مشران دي، زموږ ولسوالي طالبانو له دریو شپو راهیسې سخته محاصره کړې او لسګونه افغان سرتېري یې وژلي، خو دوی له موږ سره هېڅ مرسته نه کوي او زموږ خبرې دروغ بولي، زه وایم چنارتو ولسوالۍ طالبانو سخته محاصره کړې او که اضافي سرتېري راونه رسېږي ولسوالي به سقوط وکړي."

قوماندان اختر محمد وايي، پر دغه ولسوالۍ د طالبانو په حمله کې د ملي اردو ۴۴سرتېري وژل شوي یو شمېر ټپيان او ځینې ژوندي ورک دي.

په دغه ولسوالۍ کې د ملي اردو مېشتو یو شمېر سرتېرو هم له ازادي راډیو سره خبرو کې د خپلو لسګونو ملګرو وژل کېدل او لادرکه کېدل تائید کړل.

دوی وايي د جګړې په ډګر کې وژل شوي او ټپي سرتېري پراته دي خو د انتقال لپاره هېڅ څوک هم نه دي ورغلي.

دوی سیمې ته د اضافي سرتېرو د لېږلو او په جګړه کې د وژل شویو او ټپي سرتېرو د انتقالولو غوښتنه وکړه.

دا په داسې حال کې ده چې وړمه شپه وسله والو طالبانو پر يادې ولسوالۍ ډله ییز بریدونه وکړه چې پرمهال یې د ملي اردو یوه قرارګاه او درې امینتي پوستې سقوط کړې او لسګونو افغان سرتېرو ته یې مرګ ژوبله واړوله.

د ارزګان د امنیه قوماندانۍ او ولایت مقام مسؤلین بیا په دې اړه له څه ویلو ډډه کوي.

خو د ملي دفاع وزارت مسؤلین بیا وايي، یادې ولسوالۍ ته به ډېر ژر کمانډو سرتېري ورسېږي او عملیات به پیل کړي.

د دغه وزارت سرپرست ویاند جنرال محمد رادمنش ازادي راډيو ته وویل چې په یاد ولسوالۍ کې د روانې جګړې پرمهال ۲۵ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

خو نوموړي خپل لورې ته د اوښتې زیان په اړه څه ونه ویل.

رادمنش: موږ په دغه ولسوالۍ کې د عملیاتو پلان لرو
رادمنش: موږ په دغه ولسوالۍ کې د عملیاتو پلان لرو

ښاغلي رادمنش وویل:

"زموږ کومانډو سرتېري چنارتو ولسوالۍ ته رسېدونکي دي او ولسوالۍ به ان شاءالله د طالبانو له محاصرې خلاصه کړي او طالبان به پر شا وتمبوي، خو موږ د عملیاتو نور پلانونه هم لرو هلته او تاسو به ډېر ژر واورئ چې موږ هلته له سره عملیات بیا پیل کړو او طالبان به وځپو."

له دې سره د ارزګان ولایت مرکز ترینکوټ کې هم وسله والو طالبانو پر یو شمېر امنیتي پوستو ډله ییز بریدونه کړي.

د ارزګان ولایت په امینه قوماندانۍ کې یوه ځايي باوري سرچینه چې نه غواړي نوم یې خپور شي ازادي راډیو ته وویل چې د یادو بریدونو پرمهال ۱۲ افغان سرتېري وژل شوي او یوشمېر نور هم ټبپان دي.

سرچینه زیاتوي چې وسله والو طالبانو دغه بریدونه د ترینکوټ ښار اړوند سرخوم او ابرده سیمه کې پرمشېتو امنیتي پوستو کړي.

د ارزګان د امنیه قوماندانۍ او ولایت مقام مسؤلین بیا په دې اړه هم له څه ویلو ډډه کوي.

دا په اسې حال کې ده چې په دې وروستویو کې په دغه ولایت کې وسله والو طالبانو یوځل بیا خپلو حملو ته زر ورکړی او خلک یې اندېښمن کړي.

راپور: شریف الله شرافت

XS
SM
MD
LG