د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۵ غویی ۱۴۰۵ کابل ۰۰:۵۴

ارزګان کې یو ځل بیا د ناامنیو زیاتېدل خلک اندښمن کړي

د ارزګان ولایت مرکز ترینکوټ اوسیدونکي وايي، په‎دغه ولایت کې یو ځل بیا جګړو زور اخېستی او وسله‎وال طالبان د ترینکوټ ښار څنډو ته نېږدې شوي دي.

دوی ادعا کوي چې په‎دغه ولایت کې امینتي ځواکونه پرته له مقاومت هغه نیولې سیمې بېرته طالبانو ته خوشې کړي، کوم چې افغان ځواکونو په تېرو دوه نیم کلونو کې تر درنې جګړې او قرباینو وروسته ترې طالبان ایستلي وو.

له دې سره په مشرانو جرګه کې د ارزګان د خلکو استازي هم وايي چې په‎دغه ولایت کې یو ځل بیا ناامني زیاته شوې ده.

د ارزګان ولایت د امینه قوماندانۍ مسؤلین بیا خلکو ته د امنیت ډاډ ورکوي.

د ارزګان ولایت خلک یاده اندیښنه پر داسې مهال ښيې کله چې پنځه ورځې وړاندې وسله‎والو طالبانو د دغه ولایت مرکز ترینکوټ اړونده سرخوم، ابرده، ملیزي او یکلینګ سیمې پرته له مقامت څخه له افغان پوځیانو څخه ونیولې.

په‎دې اړه نور حال د ازادي راډيو د خبریال شریف الله شرافت په راپور کې چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره یې اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:05:53 0:00
مستقیم لېنک

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG