د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۷

په ایران کې د حکومت پرضد د خلکو مظاهرې روانې دي


په ایران کې خلک د اقتصادي او ټولنیزو ستونزو پرضد د دغه هېواد په بېلابېلو ښارونو کې اعتراضونو ته راوتلي او د حکومت پرضد شعارونه ورکوي.

په پلازمېنه تهران او څو نورو ښارونو کې د خلکو مظاهرو پرون شنبه د پنځمې پرله پسې ورځې لپاره وروسته له هغه دوام وکړ چې د دې اعتراضونو په ترڅ کې د لومړي ځل لپاره د یوه کس د مړینې او په یوه بل مورد کې د شیعه ګانو پر یوه مدرسه د حملې راپورونه خپاره شول.

مظاهره چیان د ښو اقتصادي او ټولنیزو شرایطو غوښتنه کوي.

پر ټولنیزو شبکو په خپرو شویو ویډیویي انځورونو کې ښکاري چې په تهران، کَرَج، شیراز، مشهد، اصفهان، قم او څو نورو ښارونو کې مظاهرې روانې دي.

فارس نیوز خبري اژانس راپور ورکړی چې د جمعې په ماسختن د تهران د لوېدیځ په ۵۰ کلیو مترۍ کې په کرج ښار کې د مظاهرو پرمهال یو تن له یوه تېرېدونکي موټر څخه په ډزو وژل شوی دی.

د راپور له مخې، په کرج کې امنیتي ځواکونو شل کسان هم بندیان کړي دي.

له کرج څخه په یوه ویډیو کې چې د ازادي راډیو فردا څانګې ته استول شوې، لیدل کېږي چې پولیس او مظاهره چیان په خپلو کې نښتې کوي.

ایراني رسنیو راپور ورکړی چې د جمعې په ورځ اعتراض کوونکو د تهران په لوېدیځ کې د شیعه ګانو پر یوه مدرسه حمله وکړه.

په اکثرو ښارونو کې مظاهره چیانو لومړی د ښو اقتصادي شرایطو غوښتنه کوله، خو وروسته د دوی اعتراضونو د حکومت پرضد د مظاهرو بڼه خپله کړه.

دا په داسې حال کې ده چې د ایران خلک د متحدایالاتو د نویو بندیزونو له اعلان وروسته سخت پارېدلي دي.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ وروسته له دې چې د ایران له اټمي موافقې د خپل هېواد د وتلو اعلان وکړ، پر ایران د نویو بندیزونو ګواښ وکړ.

ایرانیان د ریال د ارزښت له ناڅاپي کمېدو وروسته په دې هېواد کې د لوړ انفلاسیون او زیاتیدونکو اقتصادي ستونزو له کبله په غوصه شوي دي.

د ریال ارزښت د امریکا له هغه پلان وروسته راکم شو چې غواړي، د اګست په ۷ مه پر ایران د ډالرو د پېرودلو په برخه کې بندیز نافذ کړي.

د پلان له مخې، د سرو زرو او نورو قیمتي فلزونو په بدل کې د پلور او پیر او همداراز د فلزونو، سکرو او صنعتي سافټ ویرونو د راکړې ورکړې په برخو کې به هم پر ایران بندیزونه نافذ شي.

XS
SM
MD
LG