د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۸

دفاع وزارت: وسله وال مخالفین د ملکي وګړو د تلفاتو د ډېرېدو اصلي عاملین دي


د افغانستان دفاع وزارت وايي، د وسله والو مخالفینو له لوري ملکیانو ته د تلفاتو اوښتل زیات شوي دي.

د افغانستان دفاع وزارت د ملکیانو خوندیتوب ته د نه پاملرنې په تړاو د راپورته شویو نیوکو په غبرګون کې وايي چې ملکي وګړو ته د تلفاتو د اوښتو اصلي لامل د دولت وسله وال مخالفین دي.

د دغه وزارت د ویندوی د دفتر سرپرست محمد رادمنش د شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې وسله وال مخالفین ملکیان هدف ګرځوي، خو افغان وسله وال پوځ تل هڅه کوي چې د جګړې پرمهال ملکیان خوندي پاتې شي.

محمد رادمنش
محمد رادمنش

نوموړي وویل:

"موږ په خپلو ټولو حملو کې له پرمختللو او دقیقو وسایلو کار اخلو، څو دښمن په نښه کړو، نه خلک،د عامو خلکو د وژنو اصلي عاملین ترورېستي ډلې دي، موږ ټولو سرتېرو ته دنده سپارلې ده او په جدي توګه هڅه کوو چې ملکیانو ته د جګړې پرمهال زیان وانه وړي."

دا په داسې حال کې ده چې د ملکي وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ډلې په دې ورستیو کې ویلي چې د ملکیانو د مرګ ژوبلې د مخینوي په برخه کې د حکومت ستراتيژي ناکامه ده.

د دغه بنسټ موندنې ښيي چې په تېرو شپږو میاشتو کې په ننګرهار کې د انتحاري حملو او جګړو له امله شااوخوا ۳۰۰ کسان وژل شوي او له ۷۰۰ ډېر نور ټپیان شوي دي.

د ملکي وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ډلې د معلوماتو له مخې، ملکیانو ته زیاتره مرګ ژوبله د ترورېستي ډلو په ځانمرګو بریدونو او د افغان او بهرنیو ځواکونو په هوايي عملیاتو کې اوړي.

بل خوا له دې وړاندې په پاکستان کې افغان سفیر حضرت عمر زاخېلوال په خپله فېسبوک پاڼه لیکلي چې په تېرو درېیو میاشتو کې ننګرهار د ۳۲ ځانمرګو بریدونو او نورو چاودنو شاهد و چې په کې څه باندې ۶۵۰ تنو ته يې مرګ ژوبله اړولې.

دا په داسې حال کې ده چې د جمعې په ورځ د پکتیا په مرکز ګردېز کې يوه ځانمرګي برید د ښځو او کوچنیانو په ګډون، ۲۹ تنه ووژل او ۸۱ نور يې ټپيان کړل.

همدارنګه د تېرې اوونۍ په اوږدو کې د ننګرهار په عامې روغتیا او د کډوالو او راستنېدونکو چارو پر ادارو په دوو جلا بریدونو کې لسګونه ملکیان مړه او ټپيان شول.

په ورته وخت کې د امنیتي چاروپوه محمدا ګل مجاهد په دفاع وزارت نیوکه کوي او وايي چې، حکومت د دې ترڅنګ چې باید ملکیانو ته تلفات وانه ړوي، وسله والو مخالفینو ته هم باید اجازه ور نه کړي چې ملکیان هدف و ګرځوي.

دی وایي:

"حکومت، طالب، داعش او نورې ډلې په ملکیانو هېڅ رحم نه کوي، د جګړې اصلي قربانیان ملکیان دي، په خلکو ړندې هوايي بمبارۍ کېږي او ترورېستان هم عام خلک په نښه کوي."

د نوموړي په خبره، د ملکیانو د مرګ ژوبلې زیاتېدل د لوږې، کډوالۍ او حکومت په وړاندې د خلکو د نفرت د زیاتېدو لامل کېږي.

ښاغلی مجاهد ټینګار کوي چې د جګړې ښکېل اړخونه باید د جنګ اصول مراعات کړي او د ملګرو ملتونو نړیواله شورا هم باید په هغو ډلو او لوریو فشار راوړي، څو د ملکیانو خوندیتوب ته پام وکړي.

راپور: محمد واصل وصال

XS
SM
MD
LG