د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۰ غویی ۱۴۰۵ کابل ۰۳:۰۷

د سیګار د وروستي راپور په اړه د اجرائیه ریاست غبرګون!

د افغان حکومت اجرائیه ریاست د افغانستان د بيارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي سرمفتش ادارې​ یا سیګار د تازه راپور په غبرګون کې مني چې فساد لا هم په افغانستان کې لویه ننګونه ده، خو وايي په دې برخه کې جدي اقدامات شوي دي.

د دغه ریاست د ویاند مرستیال امید میثم وايي چې د ملي وحدت حکومت د فساد پر وړاندې د مبارزې په برخه کې جدي دی او لاسته راوړنې هم لري.

ښاغلي میثم د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د زمري ۱۰» ازادي راډیو ته وویل چې د فساد پر وړاندې مبارزه وخت نیونکې ده او داسې نه‌کېږي چې په لنډه موده کې یې مخه ونیول شي.

امید میثم
امید میثم

نوموړي زیاته کړه:

"د ملي وحدت حکومت د رهبرۍ په کچه د فساد پر وړاندې د مبارزې په برخه کې جدي او قاطع اراده رامنځته شوې او د لومړي ځل لپاره د حکومت لوړپوړي چارواکي لیرې کېږي او د څېړنو لپاره عدلي او قضايي بنسټونو ته استول کېږي او حتی د دوسیو د تعقیب لپاره‌یې د محاکمو علني جلسې جوړېږي، خو بیا هم موږ منو چې ستونزې شته."

د ښاغلي میثم په خبره د فساد پر وړاندې د مبارزې ملي ستراتېژي رامنځته شوې چې د هغې په پلي کېدو او د ملي وحدت حکومت د قوي ارادې له‌مخې به خلک په دې برخه کې د ښو پرمختګونو شاهدان وي.

افغان حکومت د فساد پر وړاندې مبارزه کې پاتې راغلی.

د افغانستان د بيارغونې لپاره د امریکا د څار ځانګړې ادارې يا سيګار په خپل تازه راپور کې ويلي چې افغان حکومت د فساد پر وړاندې مبارزه کې پاتې راغلی.

سیګار په دغه راپور کې ویلي چې په افغانستان کې وضعیت د هغو کسانو لپاره چې غیر قانوني کړنې کوي مناسب دی او حکومت په دې برخه کې د سیاسي ارادې د نه‌موجودیت له کبله کمزوی عمل کوي.

د سیګار د راپور له‌مخې افغان امنيتي ځواکونه د مې مياشتې له نيمايي د جګړې په ډګر کې نه‌دي توانېدلي په هغو ولسواليو کې چې په کنټرول کې يې دي، د خپلې واکمنۍ او نفوذ ساحه پراخه کړي.

افغان سرتېري
افغان سرتېري

د سیګار په راپور کې همداراز د فساد پر وړاندې د عدلي او قضايي مرکز پر چارو هم نیوکه شوې، خو د افغانستان لویه څارنوالي بیا دغه انتقادونه بې‌ځایه بولي وايي چې تر دې دمه د فساد او مفسدینو پر وړاندې د یاد مرکز له لوري جدي اقدامات شوي دي.

تر دې وړاندې د شفافيت نړيوال سازمان افغانستان په نړۍ کې په اداري فساد کې تر ټولو زيات ښکېل هېواد بللى و او ويلي و چې د پوځ په ګډون تقريباً په هره اداره کې د اداري فساد پديدې نفوذ کړى دى.

د افغانستان د شفافیت بنسټ اجرائیوي مشر سید اکرام افضلي هم فساد په افغانستان کې لویه ننګونه بولي، خو وايي نړیواله ټولنه او خلک باید د دغې پدیدې پر وړاندې د مبارزې په برخه کې له حکومت سره رښتینې همکاري وکړي.

سید اکرام افضلي
سید اکرام افضلي

نوموړي زیاته کړه:

"که په ټوله کې ملامتي د افغانستان پر حکومت واچوو دا به عدالت نه‌وي، خو اساسي مسؤلیت افغان حکومت پورې اړه لري، په دې برخه کې هم ملت باید له حکومت سره رښتینې همکاري وکړي او هم نړیواله ټولنه، نړیواله ټولنه باید یوازې د فشار په راوړلو سره دا ونه‌ښیي چې له فساد سره مبارزه کوي."

د نا امنۍ تر څنګ فساد په افغانستان کې له هغه عمده ستونزو څخه ګڼل کېږي چې په نړیواله کچهیې د افغانستان نوم او موقف ته زیان رسولی دی.

که څه هم د ملي وحدت حکومت مشرانو تل د فساد پر وړاندې د جدي مبارزې د هڅو ژمنې کړي، خو لا هم دغه پدیده په افغانستان کې په خپل قوت پاتې ده.

د ولسي جرګې غړی عبدالقادر ځاځی وطندوست وايي چې د فساد او مفسدینو پر وړاندې د حکومت وروستي اقدامات د ستایلو دي او باید دغه لړۍ په جدیت سره دوام پیدا کړي.

راپور: محمد حدیث پردېس

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG