د امريکا متحده ايالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ وايي، له خپل ايراني سيال حسن روحاني سره کتنې ته ښايي لېوالتيا ولري.
ده وويل چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو پر ښه کېدو د بحثونو لپاره "له مخکې کوم شرط" نهلري.
ډونالد ټرمپ پرون په واشنګټن کې يوه خبري کنفرانس ته چې د ايټاليا صدراعظم هم پهکې حاضر و، دا خبره وکړه.
ښاغلي ټرمپ وويل، زه ممکن له هر چا سره وګورم او پر ليدنو کتنو باور لرم.
د امريکا ولسمشر زياته کړه، له نورو خلکو سره پر خبرو اترو عقيده لري، په ځانګړي ډول چې بحثونه پر جګړه، وژنو، قحطۍ او ګڼو نورو مسايلو وي.
په ١٩٧٩ میلادي کال کې د ايران له انقلاب راهيسې د ايران کوم رهبر د امريکا له کوم ولسمشر سره نهدي کتلي.
د هغه انقلاب په نتيجه کې د ايران پاچا چې د امريکا متحد ګڼل کېده، له واک څخه وپرځول شو.
- پرون په خبري کنفرانس کې له ولسمشر ټرمپ څخه پوښتنه وشوه چې ايا د ايران له ولسمشر حسن روحاني سره د کتنې لپاره کوم مخکېنى شرط لري؟
ډونالد ټرمپ په ځواب کې وويل:
"مخکېني شرطونه نهشته، نه، که د ايران لورى غواړي چې راسره وګوري، يقيناً زه هم ورسره ګورم، زه نهپوهېږم چې دوى دې کار ته چمتو دي؟ پر دوى اوس سخت وخت راغلى، ما له ايران سره اټمي تړون چې شرموونکى و، ختم کړى دى، زه باور لرم چې دوى به اخر غواړي راسره وګوري، زه تيار يم، هر وخت چې دوى وغواړي ورسره وګورم."
د امريکا متحده ايالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ په مې مياشت کې له دغه تړون څخه د واشنګټن د وتلو او پر تهران د بنديزونو د بيا لګولو اعلان وکړ.
په راپورونو کې ويل شوي چې دغو بنديزونو د ايران اقتصاد سخت زيانمن کړى دى.
پرون دوشنبه په تور بازار کې يو امريکايي ډالر په يو لک او ٢٢ زره ريالو تبادله کېده چې دا د ډالرو په مقابل کې په بېساري ډول د ايران د پولي واحد ټيټېدل ښيي.
د ايران رهبرانو سم د لاسه د ولسمشر ټرمپ دغه پېشنهاد نهدى رد کړى، ښاغلي ټرمپ تر دې مخکې هم پر يوه نوي اټمي تړون د دواړو هېوادونو ترمنځ د مذاکرو پېشنهاد کړى و چې د ٢٠١٥ میلادي کال د اټمي تړون ځاى ونيسي.
هغه تړون د تهران او د نړۍ د ٦ قدرتونو ترمنځ لاسليک شوى و.
د ايران د ولسمشر حسن روحاني يوه عالي سلاکار حميد ابوطالبي نن سې شنبه په ټویټر کې پېشنهاد وکړ چې د اوسنيو خنډونو د لیرې کولو يوه لار د ايران ملت ته احترام، د خصومتونو کمول او د ٢٠١٥ میلادي کال اټمي تړون ته د امريکا ستنېدل دي.
د امريکا ولسمشر ډونالد ټرمپ په وروستيو اوونيو کې د واشنګټن او تهران ترمنځ د مستقيمو مذاکرو پېشنهاد کړى، خو په عين حال کې يې څو څو وارې له ايراني رهبرانو سره خبرداري هم تبادله کړي دي.