د افغانستان د دفاع وزارت تر دې خبرې وروسته چې د نوي پلان له مخې به یو شمېر کم مېشتې او لیرې پرتې سیمې سیمهییزې اردو ته وسپاري، د ولسي جرګې د کورني امنیت کمېسیون یو شمېر غړي دغه طرحه د عملي کېدو وړ نهبولي.
د دغه کمېسیون یوه غړي صالح محمد صالح د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د ۰۸» ازادي راډيو ته وویل چې پهدې کار سره به د افغانانو ترمنځ کور په کور دښمنۍ رامنځته شي.
ښاغلي صالح زیاته کړه:
"د دفاع وزارت دا طرحه نهیوازې دا چې د عملي کېدو وړ نهده، بلکې کور په کور به دښمنۍ پیدا کړي، سیمهییز قوماندانان به پیاوړي کړي، ظلمونه به کوي دا چې پیسې هم دوی «دفاع وزارت» ورکوي، وسلې هم دوی ورکوي او امکانات هم دوی ورکوي، نو ولې په خپل عمومي تشکیل کې زیاتوالی نهراولي چې تر یوې قوماندې لاندې راشي او خلکيې هم درناوی وکړي او ولس به هم له سیمهییزو ټوپکیانو خلاص وي."
ښاغلی صالح وړاندیز کوي چې د دې پر ځای باید د افغانستان د امنیتي ارګانونو په تشکیلاتو کې زیاتوالی راشي.
دا پهداسې حال کې ده چې تازه د افغانستان دفاع وزارت ویلي چې په لیرې پرتو سیمو کې د غیر ضروري امنیتي پوستو د ختمولو طرحه د عملي کېدو په حال کې ده.
د دې وزارت د ویاند دفتر سرپرست محمد رادمنش ازادي راډيو ته وویل چې د دې طرحې له مخې به د لیرې پرتو او کم نفوسه سیمو امنیت، سیمهییزې اردو ته وسپارل شي.
نوموړی وايي، ټاکل شوې چې د سیمهییزې اردو په نوم ۳۶ زره نوی ځواک جوړ شي.
داسې راپورونه هم ورکړل شوي چې د ډونالد ټرمپ ادارې له افغان امنیتي ځواکونو غوښتي چې د دغه هېواد له کم مېشتو سیمو په شاتګ وکړي.
د افغانستان د امنیتي ارګانونو په تشکیلاتو کې دې زیاتوالی راشي.
نیویارک ټایمز ورځپاڼې پهدې اړه په خپل راپور کې د درېيو امریکايي چارواکو له قوله چې نومونهیې نهدي لیکل شوي، ویلي چې دا غوښتنه د امریکا د هغې ستراتېژۍ یوه برخه ده چې پخوا د افغانستان په اړه اعلان شوې ده.
ورځپاڼې لیکلي چې دغه اقدام به له یوې خوا په زیانمنوونکو سیمو کې د وسلهوالو مخالفینو له حملو مخنیوی وکړي او له بله پلوه به لویو ښارونو ته د افغان امنیتي ځواکونو پاملرنه ډېره شي.
خو د افغانستان د دفاع وزارت د ویاند دفتر سرپرست محمد رادمنش ازادي راډيو ته وویل چې دا د دفاع وزارت طرحه وه چې اوسیې د امریکا لهخوا هم ملاتړ وشو.
ښاغلی رادمنش زیاتوي:
"دا زموږ پخوانۍ اصلي ستراتېژي وه چې له مخې يې باید هغه پوستې چې په لیرې پرتو سیمو کې وې، بېزونو ته انتقال شي او پهدې سره به له ګډوډیو څخه مخنیوی وشي، ځکه په ګډوډيو کې زموږ ګواښونه زیات دي او دښمن په اسانۍ سره کولای شي چې پوستې تر حملو لاندې ونیسي؛ نو اوس اوس امریکا هم زموږ له دې طرحې ملاتړ کړی دی او دا ملاتړ به لامل شي چې زموږ دغه طرحه ښه نتیجه ورکړي."
ښاغلی رادمنش وايي چې دا پلان د یو شمېر ولایتونو په لیرې پرتو سیمو کې عملي شوی چې ښه نتیجهيې هم ورکړې ده.
دا پهداسې حال کې ده چې نوموړي تېره ورځ ازادي راډیو سره په خبرو کې پهدې اړه ویلي و، په هغو ځایونو کې چې د ځمکنۍ بشپړتیا، ملي حاکمیت او د خپلواکۍ د ساتلو لپاره د ځواکونو موجودیت لازمي وي، موږ به هلته یوو او له خپلې خاورې او خپلواکۍ به دفاع کوو.
په ورته وخت کې د امنیتي چارو کارپوه محمداګل مجاهد بیا له دې وېره لري چې د دفاع وزارت پهدې کار سره پخواني محلي زورواکي چې په تېره کې د ډایاګ پروګرام له لارې بېوسلې شوي، یو وار بیا وسلهوال نهشي او په راتلونکي کې حکومت ته سرخوږی جوړ نهکړي.
خو ښاغلی رادمنش وايي چې سیمهییزه اردو د امنیتي ځواکونو له ترخص شویو سرتېرو او بریدملانو جوړېږي چې په تېره کې يې د عسکرۍ د خدمت دوره پوره کړې او اوس په کور ناست دي.
راپور: اکرامالله اکرام