د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۸

د لوی ملي ایتلاف په اړه د کابل چاپ ورځپاڼو تبصرې


د کابل ورځپاڼو د نن ورځې اکثره لیکنې بیا هم د لوی ملي ایتلاف رامنځته کېدواو په دې اړه پورته شویو غبرګونونو ته ځانګړي کړي دي.

ویسا:

ویسا ورځپاڼې خپله سرلیکنه د لوی ملي ایتلاف د رامنځته کېدو په څرنګوالي بحث کړی او لیکلي دي چې دا ایتلاف د اهدافو له مخې ښه خو د ترکیب له مخې یو عجیب لوی ایتلاف دی.

ورځپاڼې لیکلي دي چې د دی ایتلاف په چوکاټ کې کوم اهداف او غوښتنې چې اعلان شوي، ښایي په رښتیني معنی د ټول افغان ولس غوښتنې وي.

ورځپاڼې وړاندې د دغه ایتلاف په ترکیب بحث کړی او لیکلي دي چې د نوي ایتلاف په ترکیب کې د افغانستان د ټولو قومونو او لوریو رنګ شته او حکومت چې د جنرال دوستم د یو قوماندان نظام الدین قیصاري د نیولو په غبرګون کې د افغانستان په شمال کې روان احتجاجونه خاموشه نه کړای شول، نو ددې لوی ایتلاف له همغږي سیاسي حرکت سره په هیڅ صورت هم مقابله نشي کولای.

خو ورځپاڼې وړاندې د دې ایتلاف ځیني کمزورۍ هم په ګوته کړي او لیکلي دي چې د دې ایتلاف په ترکیب کې یو کمزوری ټکی دادی چې یو شمیر مهم غړي یې د حکومت مهم لوري هم دي.

ورځپاڼې په پای کې دی ته په اشارې چې په دی ایتلاف کې د هر ډول اهدافو او ارادو خاوندان راټول دي دا پوښتنه کړې چې ایا دوی به د یوه با وقاره، خپلواک او با غروره افغانستان د جوړېدو له آرمان سره همغږي شي؟

دنیا:

دنیا ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په یو غټ سرلیک کې دا خبر ورکړی چې د افغانستان لوی ملي ایتلاف خپل موجودیت اعلان کړی او ورسره جوخت یې د عطا محمد نور دا وینا راخیستې چې حکومت باید د سیاسي ګوندونو په وړاندی په ګنډو شي.

ورځپاڼې وړاندې په خپله سرلیکنه کې د دې ایتلاف د رامنځته کېدو په لاملونو بحث کړی او لیکلي دي چې په آرګ کې د څو محدودو کسانو لخوا د قدرت انحصار د دې ایتلاف د رامنځته کېدو سبب شو.

ورځپاڼې وړاندې د دې ایتلاف په وړاندې د حکومت غبرګون ته کتنه کړې او لیکلي دي چې حکومت د پخوا په څیر تند غبرګون نه دی ښودلی، بلکې په نرمه لهجه یې په دیموکراسۍ باور څرګند کړی دی.

ورځپاڼې لیکلي دي چې اوس باید وکتلی شي چې حکومت د دې ایتلاف د پاشلو له پاره څه کول غواړي، حال دا چې د ورځپاڼې په وینا دا ایتلاف خورا ستر دی.

ورځپاڼې لیکلي دي چې حکومت تر فشار لاندې دی او پکار ده چې په خپلو کړنو او پریکړو کې بدلون راولي، ځکه چې دا ایتلاف د پخوانیو په شان کمزوری نه دی.

سرخط:

سرخط ورځپاڼې بیا (د قدرت د برباد شویو جزایرو وروستۍ ساه ګانی) تر سرلیک لاندې په یو مطلب کې لیکلي دي چې ایتلافیونو دا ایتلاف د خپلو شخصي ګټو له پاره یوه وسیله ګرځولې.

ورځپاڼې لیکلي دي چې د دی ایتلاف د رامنځته کېدو یو اساسي علت په ایتلاف کې د شاملو څیرو سیاسي انزوا ده.

ورځپاڼې لیکلي دي چې د دې ایتلاف هر یو غړي اوچتې مرتبې درلودلې، خو اوس هغه پرونی امپراطور، امیر او مشر نه دی پاتی بلکې زیات منزوي شوي دي.

ورځپاڼې وړاندې د دې ایتلاف په اهدافو هم شک څرګند کړی دی او لیکلي دي چې د دوی د غیر واقعی مبارزې بې هدفه او بې نظمه سیاسي جوړښت یوازې او یوازې د پروني موقف د ترلاسه کولو لپاره دي.

ورځپاڼې وړاندې دا اټکل کړی دی چې دا ایتلاف یوازې د جمهوري ریاست د انتخاباتو د نوم لیکنې پورې دوام وکړي او له هغې وروسته به په دې کې یو ځای شوې ډلې ټپلې یو په بل پسې له هغې جلا او په خپلو لارو به روان شي.

هېواد:

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا د دی ایتلاف د رامنځته کېدو په اړه د آرګ ماڼۍ غبرګون راخیستی دی او د هغې په حواله یې لیکلي دي چې قانون ته په درناوي د ایتلافونو د وړاندیزونو هرکلی کوو.

ورځپاڼه وړاندې د آرګ د بیان په حواله لیکي چې افغان حکومت تل په مهمو ملي او نړیوالو مسایلو له سیاسي او جهادي ګوندونو سره سلا مشورې کړي او په نږدې راتلونکې کې د دې ایتلاف له غړو سره هم پر ملي مسایلو یوه غونډه ولري.

ورځپاڼې دا هم لیکلي دي چې د آرګ په بیان کې ویل شوي چې اوس مهال حکومت د سولې د بهیر او د انتخاباتو په څیر دوه مهم ملي مسایل په وړاندې لري چې په داسې مسایلو کې د حکومت او فعاله سیاسي جوړښتونو ترمنځ ګډ بحث رغنده رول لوبولی شي.

XS
SM
MD
LG