د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۰

دنیا: دا ځل دوستم د خپلو پلویانو په زور واک او سیاست ته وردننه کېږي


کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې پر بېلابېلو موضوعاتو لیکنې او سرلیکنې چاپ کړې دي.

  • ماندګار

ماندګار خپلواکې ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې لیکلي، په‎دې وروستیو کې یو ځل بیا طالبانو سره د خبرو اوازې تودې شوې دي، د طالبانو او امریکایانو لیده کاته روان دي او ټاکل شوې چې په لوی اختر کې هم یو وار بیا اوربند اعلان او طالبان بیا ښارونو ته راشي.

سرمقاله لیکونکي لیکلي، که دا ټول د سولې سره مرسته کولای شي ښه خبره ده، خو په خبره‌یې له بده مرغه اندېښنې تر هیلو ډېرې دي.

ورځپانه لیکي:

تر اوسه د سولې هېڅ خبرو نتیجه نه‎ده ورکړې او وضعیت لاپسې ترینګلی شوی دی.

په سرمقاله کې راغلي، په افغانستان کې جنګ په دومره اسانۍ او په څو غونډو پای ته نه‌شي رسېدای، د افغانستان د سولې مسئله یوه پېچلې مسئله ده او که امریکایان یا افغان حکومت طالبان سولې ته راضي هم کړي جګړه به ختمه نه‎شي.

تر اوسه د سولې هېڅ خبرو نتیجه نه‎ده ورکړې او وضعیت لاپسې ترینګلی شوی.
  • دنیا

دنیا خپلواکې ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې لیکلي، غني د خلکو ارادې ته له تسلیمۍ پرته بله لار نه‎لري.

ورځپاڼه لیکي، دوستم په ترکیه کې تر یو کال تبعید وروسته بېرته افغانستان ته ستون شو چې د سرمقاله لیکونکي په باور ولسمشر او ملاتړي هېوادونو یې نه‌و خوښ.

په سرمقاله کې راغلي، دا ځل دوستم د خپلو پلویانو په زور واک او سیاست ته وردننه کېږي، ځکه په تېرو ۲۰ ورځو کې د افغانستان له ۱۱ نه په زیاتو ولایتونو کې اعتراضونو نیم افغانستان فلج کړ.

ورځپاڼې لیکلي، ارګ د دغو خلکو په وړاندې له تسلیمېدو پرته بله لار نه‌درلوده.

  • ملي ارمان

ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې بیا په خپله سرمقاله کې لیکلي چې د افغانستان د بحران د مهارولو په برخه کې ټول مسؤلیت لري.

ورځپاڼه لیکي:

په افغانستان کې سیاسي او امنیتي بحران ټول خلک اندېښمن کړي.

ورځپاڼې د ځینو کارپوهانو په حواله لیکلي چې طالبان په افغان ځواکونو حملې کوي، هغوی وژني، تجهیرات‌یې لوټي او خپل ځواکونه پیاوړي کوي.

سرمقاله لیکونکی لیکلي، په‎دې توګه طالبان د سولې له خبرو سره چندانې لېوالتیا نه‌ښيي او فکر کوي چې له دې لارې نن وي که سبا بریالي کېږي.

ورځپاڼه لیکي، باید ټول هغه کسان او بنستونه چې کولای شي، د افغانستان په مسئله کې رول ولوبوي له خپلو شخصي ګټو تېر او ملي ګټو ته په پام سره په‎دې برخه کې خپل مسؤلیت تر سره کړي.

  • انیس

انیس دولتي ورځپاڼې هم په خپله سرمقاله کې په‎دې ټینګار کړی چې باید ملي ګټو ته ژمن واوسو.

ورځپاڼې لیکلي، د افغانستان په اوسنیو شرایطو کې باید یو بل وزغمو او یوازې په همدې ډول کولای شو خپل ملي یووالی او ملي ګټې خوندي کړو.

XS
SM
MD
LG