د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۳۵

مسیر: بهرنیان په افغانستان کې د جګړو د غځولو لپاره عام افغانان وژني


د کابل ورځپاڼو نن خپلې اکثره لیکنې هېواد ته د ولسمشر د لومړي مرستیال جنرال دوستم د بېرته ستنېدو او د کندز په هوایي حمله کې د عامو خلکو پر مرګ ژوبلې د ولسي جرګې غبرګون ته ځانګړې کړې دي.

دنیا:

دنیا ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې لیکلي دي چې افغان دولت منلې ده چې د ولسمشر لومړی مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم نن له ترکیې افغانستان ته راستنېږي.

ورځپاڼې وړاندې د ولسمشر د ویاند هارون چخانسوري په حواله لیکلي دي چې جنرال دوستم به له ستنېدو وروسته د ولسمشر د لومړي مرستیال په توګه خپلې دندې ته دوام ورکړي، خو قضیه لا هم نه ده حل شوې او په اړه به یې څېړنې کېږي.

ورځپاڼه لیکي چې د ولسمشر ویاند د جنرال دوستم د یوه نېږدی قوماندان نظام الدین قیصاري د خوشې کېدو ګنګوسی هم رد کړی او ویې ویل چې دی لا هم په بند کې دی او دوسیه یې د حقوقي بنسټونو له خوا څېړل کېږي.

ملي ارمان:

ملي ارمان ورځپاڼې هم لیکلي دي چې د ارګ ماڼۍ وایي، جنرال دوستم به له ستنېدو وروسته له خپلو صلاحیتونو سره د ولسمشر د لومړي مرستیال په توګه خپل کار پیل کړي.

ورځپاڼه لیکي چې هېواد ته د ستنېدو لپاره جنرال دوستم ځیني شرایط وړاندې کړي وو چې په هغو کې یو هم د ده د واکونو بېرته ورکول او د قوماندان نظام الدین قیصاري خوشې کېدل او هغه ته د خپلې دندې بېرته ورکول شامل وو.

ورځپاڼه لیکي، حکومت ویلي دي چې قوماندان قیصاري یی ځایي چارواکو ته د کنځاو او هغوی ته د مرګ د ګواښ او له قانوني حدودو څخه د سرغړونې په تور نیولی دی.

هیرټ آف اشیا:

هیرټ آف اشیا ورځپاڼې د جنرال دوستم د دفتر د رئیس په حواله لیکلي دي چې د ولسمشر لومړی مرستیال د یوې هوکړې له مخې هېواد ته راستنېږي او خپل کار پیلوي.

ورځپاڼه لیکي چې د جنرال دوستم او د ولسمشر محمد اشرف غني د استازو ترمنځ مذاکرات پای ته رسېدلي دي او ټاکل شوې ده چې د همدغو مذاکراتو په پایله کې د رامنځته شوې هوکړې له مخې، نوموړی هېواد ته راستون شي.

د ورځپاڼې له مخې، جنرال دوستم شااوخوا یو کال مخکې داسی مهال ترکیې ته ولاړ چې د جوزجان د پخواني والي او دده سیاسي سیال احمد ايشچي د تښتولو او پر هغه د جنسي زور زیاتي له کبله، کړکېچونو زور اخيستی و.

د کندز په چهاردرې ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو په هوایي حمله کې د عامه خلکو پر مرګ ژوبلې راپورته شوي غبرګونونه بله مهمه مسئله ده چې د کابل ځینو ورځپاڼو راخيستې ده.

ویسا:

ویسا ورځپاڼې د همدې پېښې په تړاو د ولسي جرګې غبرګون راخيستی دی او لیکلي یې دي چې د حکومت د بې پروایۍ له امله د عامه خلکو د هستوګنې پر سیمو هوایي حملې زیاتې شوي دي.

ورځپاڼې وړاندې د ولسي جرګې د غړو دا غوښتنه هم راخيستې ده چې حکومت دی له بهرنیو ځواکونو د دا ډول حملو په اړه وضاحت وغواړي.

انیس:

انیس دولتي ورځپاڼې بیا خپله سرلیکنه د کندز په هوایي حمله کې د عامو خلکو مرګ ژوبلې ته ځانګړې کړې او سپارښتنه یې کړې چې په هوایي حملو کې د عامو خلکو د مرګ ژوبلې د مخنیوي لپاره زیات دقت او همغږي پکار ده.

ورځپاڼې لیکلي دي چې حکومت د پوځي عملیاتو او هوایي حملو د همغږي کولو لپاره یو مرکز جوړ کړی، څو د عامو خلکو د مرګ ژوبلې مخنیوی وشي، نو پکار ده چې په دی برخه کې له زیات دقت څخه کار واخيستلای شي.

ورځپاڼه لیکي چې ځینې مغرضی کړۍ موجودط دي چې له دا ډول پېښو ناوړه ګټه پورته کوي، څو د زهرجنو تبلیغاتو وسیله یې وګرځوي.

مسیر:

مسیر ورځپاڼې بیا د ولسي جرګې د ځینو غړو په حواله لیکلي دي چې بهرنیان په لوی لاس په افغانستان کې د جګړو د غځولو لپاره عام افغانان وژني.

ورځپاڼه لیکي چې د ولسي جرګې غړو پرون په امتیازي وخت کې د کندز په وروستۍ بمبارۍ خبرې وکړې او هغه یې په کلکو ټکو وغندله.

ورځپاڼه د ځینو کتونکو په حواله لیکي چې د عامو خلکو د مرګ ژوبلې یو اساسي علت د ځواکونو ترمنځ د همغږۍ نه موجودیت دی.

XS
SM
MD
LG