د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۴

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټه: د رسنیو له کارکوونکو سره تړونونه ظالمانه دي


د افغانستان د خبریالانو د خوندیتوب کمېټه وايي، د رسنیو له کارکوونکو سره کاري تړونونه ظالمانه دي او په‎دې برخه کې ګڼې ستونزې موجودې دي.

د رسنیو له کارکوونکو سره د کاري تړونونو د څرنګوالي په تړاو تر اندېښنو وروسته د افغانستان د خبریالانو د خوندیتوب کمېټه هم په رسنیو کې د کارکوونکو د ګمارنې او د دوی د حقونو او امتیازاتو په اوسنۍ تګ‎لارې انتقاد کوي او ظالمانه‌یې ګڼي.

د دغې کمېټې د عدالت غوښتنې د برخې رئیس صدیق‌الله توحیدي د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د چنګاښ ۲۵» ازادي راډيو ته وویل، د دغې ستونزې یو لامل حکومت دی چې د رسنیو اړوند د قوانینو او مقرراتو د تطبیق په برخه کې یې جدي اقدام نه‎دی کړی.

صدیق الله توحیدی
صدیق الله توحیدی

نوموړی وايي:

"د رسنیو د مسؤلینو او کار کوونکو ترمنځ تړونونه ډېر ظالمانه ترتیب شوي، د ډله‎ییزو رسنیو مقررې چې ډېری یې د ژورنالېستانو امتیازونو او حقونو پورې اړه لري، تر اوسه د حکومت له‎خوا تطبیق شوي نه‎دي، حکومت په ځینو مواردو کې کمزوری دی او یا ورته کمه پاملرنه کوي او همدا لامل دی چې د رسنیو د کار کوونکو له حقونو سرغړونې کېږي."

ښاغلی توحیدي ټینګار کوي چې حکومت باید د رسنیو اړوند د مقررو او قوانینو د تطبیق لپاره جدي اقدام وکړي.

دا خبرې داسې مهال مطرح کېږي چې د خبریالانو ملي ټولنې ویلي چې د رسنیو ۸۰ سلنه کارکوونکي د کار د قانون له مخې نه‎دي ګمارل شوي.

د دغې ټولنې تازه موندنې ښیي چې په هېواد کې اکثره خبریالان د خپلو حقونو او امتیازاتو په اړه چې د نافذه قوانینو پر بنسټ ورکړل شوي، ډېر کم پوهېږي.

د خبریالانو د ملي ټولنې رئیس فهیم دشتي تېره ورځ رسنیو ته ویلي چې دوی په‎دې تړاو په ۲۴ ولایتونو کې نظر پوښتنې کړي او پایلې یې څرګندوي چې له رسنیو سره د خبریالانو ۸۰ سلنه کاري تړونونه د کار د قانون پر بنسټ نه‎دي شوي.

فهیم دشتي
فهیم دشتي

په ورته وخت کې د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزارت د خصوصي سکټور په ځانګړي ډول د رسنیو د کار کوونکو او حتی د دوی د تقاعد په برخه کې ستونزو ته د رسېدنې خبره ورکوي.

د دغه وزارت ویاند عبدالفتاح احمدزي وویل، دوی په څو ځلې د رسنیو له مسؤلینو سره په دې اړه بحثونه کړي دي.

ښاغي احمدزي زیاته کړه:

"موږ ټول هغه تړونونه چې په ادارو او رسنیو کې کېږي بیا ځلي غوښتي او هڅه کوو چې په‎دې برخه کې جدي بدلونونه رامنځته شي، څو د کارکوونکو د ګمارنې او لیرې کولو پروسه باید جدي شي، ترڅو وتوانېږو د کار قانون په سمه توګه پلی کړو."

بل‎خوا د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د رسنیو د مسؤلینو له لوري د کار قانون د نه‌پلي کېدو په تړاو انتقاد کوي وايي، دوی د یادې ستونزې د هواري لپاره هڅې کړې دي.

د دغه وزارت ویاند صابر مهمند وویل، دغې ستونزې ته د رسیده‎ګۍ لپاره به په نږدې راتلونکي کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت په مشرۍ او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په غړیتوب یوه کمېټه جوړه شي چې د تړونونو د څرنګوالي او د رسنیو د کارکوونکو د امتیازاتو د موضوع په اړه به جدي غور وکړي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG