کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د یو شمېر افغان سیاسي مشرانو د وروستۍ ناستې او غوښتنو په اړه د افغان ولسمشر محمد اشرف غني څرګندونې او په اړهیې غبرګونونه راخیستي دي.
- سرخط
سرخط خپلواکې ورځپاڼې په خپل یو مطلب کې پهدې اړه لیکلي، ولسمشر غني یو ځل بیا د هېواد سیاسیون تر سختو انتقادونو لاندې راوستل.
په مطلب کې راغلي ولسمشر چې پرونیې ولس ته وینا کوله وویل، د افغانستان برخلیک خلک ټاکي، نه یو قشر.
په مطلب کې دا هم راغلي چې ولسمشر د سیاسي ګوندونو د هغې غوښتنې په ځواب کې چې د رأی ورکوونکو د نوملیکنې بهیر دې ودرول شي، په تُنده لهجه او په ټینګار سره وویل، اساسي قانون پهدې برخه کې وضاحت لري او باید په هېواد کې کړکېچونه ژور نهشي.
د هېواد ۴۰ کلن کړکېچ د چا په غاړه دی؟
سرخط لیکي:
ولسمشر د سیاسي ګوندونو پر وسلو هم نیوکه کوي وايي، د هېواد ۴۰ کلن کړکېچ د چا په غاړه دی؟
- هېواد
هېواد دولتي ورځپاڼې لیکلي، د ولسمشر غني دا خبره چې اوسني ګوندونه د ملت استازیتوب نهشي کولای پر ځای ده، ځکه د سرمقاله لیکونکي په باور اوسني ګوندونه پر خپلو تېرو جنایتونو له پردې اچولو پرته نور هېڅ ډول سیاسي فعالیت نهلري او تلیې د ملت او نظام ارادو ته ګواښ کړی دی.
په سرمقاله کې راغلي، د دغو ګوندونو ټول کارونه د تاریخي دښمن په لمسون، د تپل شوې جګړې د دوام او په ملت کې د تاوتریخوالي او بېلتون مسایلو ته ځانګړي شوي دي.
- ویسا
ویسا خپلواکې ورځپاڼې پهدې اړه په خپله سرمقاله کې لیکلي، ولسمشر غني پرون په خبري کنفرانس کې د سیاسي ډلو پر مشرانو ښه زړه تش کړ.
خو ورځپاڼه لیکلي، که واقعیتونو ته ځیر شو، باید د افغان ولس پر مظلومیت او بېوسۍ وژاړو.
ځکه د سرمقاله لیکونکي په باور، که رښتیا هم زموږ ولس داسې سیاسي ګوندونه درلودای چې د ولس ارمانونو ورته لومړیتوب درلودای، رښتیا هم موږ داسې ډلې او ګوندونه درلودای چې اصولیې درلودای او په ولس کې یې خبره اورېدل کېدای ولسمشر به کله هم د ناتوانۍ پېغورونه نهورکول.
- ملي ارمان
ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې پهدې اړه لیکلي چې د ملي وحدت حکومت د اساسي قانون له مخې او د شفافو انتخاباتو پر بنسټ نهدی جوړ شوی او دا اداره د یو سیاسي هوکړې له مخې د امریکا په منځګړیتوب رامنځته شوې ده.
په سرمقاله کې راغلي، د ملي وحدت حکومت مشران چې نن د شفافو انتخاباتو خبره کوي، دوی او ټیمونهیې په تېرو انتخاباتو کې پراخې درغلۍ کړې دي.
ورځپاڼه لیکي:
ښاغلي غني په خپلو پرونیو خبرو کې په هېواد کې پر روانو حالاتو خبرې وکړې، خود هغو اعتراضونو په غبرګون یې چې پهدې وروستیو څو ورځو کې د هېواد په ګوټ ګوټ کې د حکومتي منسوبینو د ناسمو کړنو په تړاو روان دي هېڅ هم ونهویل.
سرمقاله لیکونکي دا هم لیکلي چې د حکومت مشران باید یوازې د ټلوېزیونونو او راډیوګانو له لارې د خپلو منتقدانو پوښتنې ځواب نهکړي، بلکې پهکار ده چې له نږدې له دوی سره وګوري او یو بل ته د قناعت ورکولو له لارې په هېواد کې راولاړې ستونزې هوارې کړي.