د لوګر د پوهنې ریاست چارواکي وايي چې په یاد ولایت کې يې د وسلهوالو له لوري د ښوونځيو د سوځېدو او د دوی ښوونکو او زدهکوونکو ته د ورپېښو ګواښونو د مخنیوي په خاطر يې د اړوند وزارت په لارښوونهسر له نن یکشنبې ورځې څخه د مرکز پل علم په ګډون په ټولو ولسوالیو کې ښوونځي تر نامالوم وخته رخصت اعلان کړي دي.
د لوګر د پوهنې ریاست ویاند شاپور عرب نن سهار ازادي راډیو ته وویل چې دوی د دې ستونزې د حللپاره نن په مرکز کې د دیني عالمانو، قومي مخورو او د زدهکوونکو د والدینو یوه غونډه رابللې ده.
شاپور عرب وویل چې په لوګر کې د هرې ورځې په تېریدو د ښوونځيو پر وړاندې امنیتي ستونزې په ډېرېدو دي، ځینې ښوونځي سوځول شوي او یو شمېر مدیران، سرښوونکي او ښوونکي يې وهل شوي او ډبول شوي دي.
ده زیاته کړه، د دې لپاره چې د ښوونځیو د سوځېدو مخنیوی وشي، د زدهکوونکو او ښوونکو د تلفاتو مخه ونیول شي، نو د همدې لپاره يې د پوهنې وزارت په مشوره ښوونځي رخصت کړل.
د لوګر د پوهنې ریاست ویاند وویل چې د دیني عالمانو، قومي مشرانو او د زدهکوونکو والدینو سره خبرې پیل شوي او دوی تمه لري چې د دوی ښوونځي به ډېر ژر د پخوا په شان فعال او د زده کوونکو لپاره به د زده کړو بېرته پیل شي.
که څه هم طالب ویاند ذبیحالله مجاهد په بیا-بیا رسنیو ته ویلي چې دوی د ښوونځیو سره کار نهلري، خو شاپور عرب وايي چې دوی ته ستونزه سیمهییزو طالبانو جوړه کړې ده.
د لوګرد ولایتي شورا، مدني فعالانو او نورو مشرانو پخوا ویلي چې وسلهوالو طالبانو له هغه وخته د ښوونځيو د ستونزو جوړول پیل کړل چې د یاد ولایت په بېلابېلو سیمو کې د افغان ځانګړو ځواکونو لهخوا وسلهوالو طالبانو ته ځاني او مالي زیانونه واوښتل.
لوګر په سویل کې کابل ته نېږدې ولایت دی چې یو شمېر ولسوالیو او سیمو کې امنیتي ستونزې نسبتاً ډېرې دي.
راپور: نجیب الله الوخېل