د لاسرسي لېنکونه

سه شنبه ۳ تله ۱۳۹۷ کابل ۰۰:۲۴

وسله والو طالبانو په لوګر کې پر ښوونځيو حملې زیاتې کړې


د لوګر د پوهنې ریاست

د لوګر امنیتي چارواکي وايي، وسله والو طالبانو په دې ولایت کې پر ښوونځيو حملې زیاتې کړې څو حکومتي ځواکونه د پوځي عملیاتو بندولو ته اړ کړي.

د لوګر دامنیه قوماندانۍ ویاند، شاه پوراحمدزي بېګا پنجشنبه ازادي راډیو ته وویل: "په تېره یوه اونۍ کې په لوګر ولایت کې زموږ خاصو ځواکونو ځانګړي شپني عملیات ترسره کړل چې تقریباً اویا یا اتیا وسله وال مخالفین په کې وژل شوي، طالبانو د دې عملیاتو د درولو لپاره د لوګر پر ښوونځیو حملې پېل کړې دي. "

وسله والو طالبانودپنجشنبې په شپه، د لوګر په مرکز ، پُل علم کې د نجونو او هلکانو يوې لېسې ته اور واچاوه.

د لوګر د پوهنې ریاست په حواله، دې ښوونځي ته تر زرو زیات زده کونکي ورتلل.

د لوګردامنیه قوماندانۍ ویاند وویل چې د ښوونځیو د امنیت په اړه به له خلکو سره خبرې وکړي او ځانګړی امنیتي پلان یې هم جوړ کړی دی.

XS
SM
MD
LG