د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۷

ناټو ژمنه وکړه چې د اوږدې مودې په مخه په افغانستان کې پاتې کېږي


ناټو او شریکانو یې د افغانستان د ځانګړو پوځیانو او هوایي ځواکونو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ، ترڅو د نړیوال ترورېزم پرضد خپلې مبارزې ته ادامه ورکړي.

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ په بلجیم کې د ناټو د دوه ورځنۍ غونډې په پای کې د پنجشنبې په ورځ رسنیو ته وویل چې له افغان ځواکونو سره به مالي مرستې تر ۲۰۲۴ میلادي کال پورې ادامه وکړي.

ینس سټولټنبرګ وویل چې بهرني ځواکونه به هم په دې هېواد کې د شرایطو پر بنسټ دېره وي.

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ
د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ

دی وایي:

"دا له افغانستان سره مرسته کوي چې خپل ځانګړي ځواکونه او هوایي ځواکونه د نړیوال ترورېزم پرضد په مبارزه کې نور هم پراخ کړي، همداراز موږ د ولسمشر غني د سولې د باجراته وړاندیز قوي ملاتړ وکړ او له افغانستان سره به زموږ دوامداره ژمنه د دغه هېواد له دې هڅو سره چې د دایمي سولې او پخلاینې لپاره یې کوي، مرسته وکړي."

افغانستان تر ۱۷۰۰۰ ډېر ځانګړي ځواکونه لري چې ۸۰ په سلو کې تهاجمي عملیات ترسره کوي.

افغان چارواکو او ناټو ویلي دي چې د ځانګړو افغان ځواکونو شمېر به دوه برابره او هوایي ځواکونه به درې برابره زیات کړي.

په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ د ماموریت په چوکاټ کې د اوس لپاره تر ۱۶۰۰۰ څه زیات بهرني ځواکونه شته چې افغان امنیتي ځواکونه روزي، هغوی ته سلامشوره ورکوي او ملاتړ یې کوي.

د ناټو د مشرانو په غونډه کې د بریتانیا صدراعظمې تریزا مې وویل چې ۴۴۰ تنه نور سرتیرې به افغانستان ته د افغان ځواکونو د روزنې او ملاتړ لپاره ولېږي.

اوکراین هم چې اوس ۱۱پوځیان په افغانستان کې لري، ژمنه وکړه چې د ډاکترانو او انجنیرانو په ګډون به، دغه شمېره نېږدې ۳۰ ته لوړه کړي.

د ناټو په دوه ورځنۍ غونډه کې د جولای په ۱۱ مه او ۱۲ مه د افغانستان ولسمشر اشرف غني، اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله، د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک او د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر برخه اخیستې وه.

د ناټو مشرانو او شریکانو یې د افغانانو په مشرۍ د سولې د بهیر ملاتړ وکړ او له طالبانو یې وغوښتل چې د سولې له بهیر سره یوځای شي.

د ناټو په اعلامیه کې چې د دوه ورځنۍ سرمشریزې په پای کې خپره شوې ده، راغلي دي چې د افغانستان د لانجې حل لاره دا ده چې خبرې وشي.

د اروپا لپاره د ناټو جګپوړی قوماندان جنرال کورتیس سکپروتی هم د ناټو د غونډې ترڅنګ د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې طالبان له سولې پرته بله لار نه لري.

نوموړي وویل:

"موږ تر هغو په افغانستان کې یوو چې هلته موږ داسې شرایط پیدا کړو چې په افغانستان کې اړتیا ورته لرو، طالبان د دې ستونزې پوځي حل لاره نه لري، دوی باید د خبرو مېز ته راشي."

د نړیوالو د دې غوښتنې او د ولسمشر اشرف غني له بې قید او شرطه وړاندیزه چې د سولې لپاره یې د فبرورۍ په ۲۸ مه طالبانو ته وکړ، طالبانو له افغان حکومت سره د سولې خبرې رد کړې دي.

بل لور ته داعش په وروستیو کې په کابل او ننګرهار کې یوشمېر خونړۍ چاودنې کړې دي.

د ولسمشر غني د اوربند په وړاندیز کې چې د روژې په ۲۷ مه یې وکړ او بیا یې د اختر په درېیمه د جون تر ۳۰ مې تمدید کړ، داعش شامل نه و او افغان حکومت او نړیواله ټولنه هم داعش ته د یوې ترهګرې ډلې په سترګه ګوري او وایي چې له دې ډلې سره د سولې خبرې نه شي کېدای.

د ملګرو ملتونو د ۲۰۱۷ میلادي کال په راپور کې راغلې چې په افغانستان کې د جګړو پر مهال په یوه کال کې ۱۰۰۰۰ ملکیان وژل شوي او ټپيان شوي دي.

روان میلادي کال هم تر دې دمه په سلګونو ملکیان د خونړیو بریدونو او چاودنو قرباني شوي دي.

د دې وضعیت د پای ته رسېدو لپاره د ناټو او د هغې شریکانو د بروکسل په دوه ورځنۍ سرمشریزه کې د سیمې له هېوادو وغوښتل چې د افغانانو په مشرۍ د افغانانو په مالکیت د سولې د خبرو ملاتړ وکړی.

د غوڅ ملاتړ د ماموریت په اعلامیه کې له پاکستانه په ځانګړي ډول غوښتل شوي دي چې په خپله خاوره کې د ترهګرو پټنځایونه له منځه یوسي، د ترورېستانو د مالي مرستو مخه ونیسي او پرې نږدي چې د پولې پورې غاړه بریدونه وکړي.

په ورته وخت کې د غوڅ ملاتړ ماموریت د پاکستان او افغانستان د عمل د پلان هرکلی کړی دی.

اسلام اباد تل په خپله خاوره کې د ترهګرو د ځالو موجودیت رد کړی دی.

په اعلامیه کې دا هم راغلې دي چې باثباته افغانستان د ټولې سیمې په ګټه دی.

د افغانستان د سولې او امنیت د بحث ترڅنګ، ناټو پر ښې حکومتوالۍ او د اقتصادي ودې پر اهمیت تاکید کړی دی.

همداراز یې روان کال د ازادو او شفافو پارلماني او راتلونکی کال د جمهوري ریاست پر ورته انتخاباتو ټینګار کړی دی.

د نظر اختلاف:

د افغانستان په اړه د ناټو د مشرانو او د دوی د شریکانو نظر سره ورته و، خو د ناټو د سرمشریزې تر پیل مخکې د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر ډونالد ټرمپ پر جرمني سخت انتقاد وکړ.

ده وویل چې جرمني د خپل ناخالص داخلي تولید څه باندې یو په سلو کې د ناټو پر دفاعي لګښت لګوي، حال دا چې متحد ایالتونه له کلونو کلونو راهیسې د خپل ناخالص داخلي تولید څلور په سلو کې ناټو ته ورکوي.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ

ولسمشر ټرمپ همداراز وویل چې جرمني او یوشمېر نور اروپایي هېوادونه له واشنګتنه غواړي چې له روسیې څخه یې وساتي او جرمني د میلیاردونو ډالرو د ګازو معامله له روسیې سره کوي.

د دې په ځواب کې د جرمني صدراعظمې انګیلا مېرکل د غونډې په لومړۍ ورځ وویل چې جرمني هم په بهر کې د امریکا د ګټو دفاع کړې ده او دغه اوس هم دوهم هېواد دی چې په افغانستان کې ډېر پوځیان لري.

د ناټو د سرمشریزې په پای کې د ولسمشر ټرمپ نظر بدل شو او ویې وویل:

"فکر کوم چې احتمالاً کولای شم، خو دا کار ضروري نه دی، هېوادونو نن داسې خپله ونډه زیاته کړې چې پخوا یې شاهدان نه یوو، دوی ۳۳ میلیارده نور ډالر ورکوي، د ناټو عمومي منشي له ما مننه وکړه او ټولو په غونډه کې له ما مننه وکړه، دلته د همکارۍ عالي روحیه وه، فکر نه کوم چې د کلونو کلونو په ترڅ کې یې موږ شاهدان وو، دوی ډېر پیاوړي دي، ډېر ډېر متحد او ډېر قوي، هېڅ ستونزه نه شته."

د ناټو عمومي منشي د ولسمشر ټرمپ ستاینه وکړه او ویې ویل چې د غونډې په پای کې مو د ناټو لپاره د میلیاردونو ډالرو ژمنه ترلاسه کړه، حال دا چې کلونه کلونه مخکې په میلیاردونو ډالر غړو هېوادونو کم کړي وو.

XS
SM
MD
LG