د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۳۰

اجرائیه ریاست: امریکا حق لري چې د افغانستان لپاره پر ستراتېژۍ بیا غور وکړي


د افغان حکومت اجرائیه ریاست د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د امریکا په ستراتیژۍ احتمالي بیا کتنه د هغه هېواد د حکومت حق ګڼي خو وايي، دغه ستراتیژي د امریکا او افغان حکومت له نظره مهمه او ګټوره ارزول شوې ده.

وروسته له هغې چې د امریکا له لوري د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د امریکا د ولسمشر د ستراتېژۍ د احتمالي بیا کتنې په اړه راپورونه خپاره شول، افغان حکومت وايي، دا د امریکا حق دی چې په یاده ستراتېژۍ بیا غور وکړي.

د افغان حکومت د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند امید میثم د پنجشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، افغان حکومت او امریکا په افغانستان او سیمه کې په ځانګړي ډول د جګړې او سولې په برخه کې پرمختګونه د دغې ستراتیژۍ مهم ټکي بولي.

دی وايي:

امید میثم
امید میثم

"پر ستراتیژۍ بیا کتنه په امریکا پورې اړه لري، طبعاً دوی دا حق لري چې په هر ځای کې په ستراتیژۍ له سره کتنه وکړي او یا ممکن بدلون په‎کې راولي، خو وروستۍ لیدنه چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د افغان حکومت له مشرانو سره درلوده، دواړو لورو دغه ستراتیژۍ مهمه وبلله."

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو د روانې اوونۍ د دوشنبې په ورځ کابل ته راغلی و چې د راپورونو له مخې افغان مشرانو سره یې د خبرو پر مهال د دغې ستراتېژۍ په اړه هم خبرې کړي دي.

دا څرګندونې داسې مهال مطرح کېږي چې امریکايي چارواکو تازه رویټرز خبري اژانس ویلي، داسې برېښي چې ولسمشر ټرمپ د افغانستان د ثبات په اړه ناهیلی ښکاري او د خپل هېواد له لوري یې په ستراتیژۍ باندې له سره د کتو غوښتنه کړې.

رویټرز د ټرمپ د ادارې د نورو سرچینو په حواله چې نه‎یې غوښتل نومونه یې خپاره شي راپور ورکړی چې ولسمشر ټرمپ د افغانستان د ثبات د نه پرمختګ له امله کړېږي.

دغو اوسنیو او پخوانیو امریکايي چارواکو چې نه‎یې دي غوښتي نومونه یې خپاره شي، رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې سپینې ماڼۍ په رسمي توګه د افغانستان په اړه د ستراتیژۍ د بیا کتنې په اړه تر اوسه رسمي دستور نه‎دی ورکړی، خو د دوی په خبره چارواکو ویلي چې په راتلونکو څو میاشتو کې به دا کار وشي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د تېر میلادي کال د اګسټ په میاشت کې د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره خپله ستراتیژي اعلان کړه.

دا په‎داسې حال کې ده چې د ولسي جرګې اداري پلاوی په یادې ستراتیژۍ له سره غور یوه اړتیا بولي او وايي چې دې ستراتېژۍ کورني او بهرني ابعاد باید په هر اړخېزه او دقیق ډول وڅېړل شي.

​د دغې جرګې لومړی منشي میرداد نجرابي په‎دې اړه ازادي راډیوته وویل:

"په افغانستان کې د تېرو ۱۷ کلونو تجربو ته په کتو، په ستراتیژۍ چې کتنه کېږي ټول کورني، سیمه‎ییز او نړیوال ابعاد یې باید په نظر کې ونیول شي، د ترورېستانو هغه ځالې چې له هېواده بهر دي او په ملاتړو یې باید جدي فشار راوستل شي."

په ورته وخت کې د پوځي چارو افغان کارپوهان په‎دې باور دي چې د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د امریکا ستراتيژي چندیانې ګټوره نه‎وه.

د دغو کارپوهانو له ډلې محمدا ګل مجاهد وايي، که امریکا افغانستان ته د ځواکونو د رالېږلو پرځای افغان ځواکونو تجهیز کړي، تر ډېره د جګړې پرځای د سولې ټینګښت ته پام وکړي، دغه سترایتژي به ګټور تمامه او په افغانستان کې به یوې تل پاتې سولې ته لاره هواره شي.

راپور: رحمت‎الله افغان

XS
SM
MD
LG