افغان چارواکي وايي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو په یوه ناڅاپي سفر نن کابل ته رارسېدلی دی.
یوې حکومتي سرچینې د نوم نهښودلو په شرط نن دوشنبه «۱۳۹۷ کال د چنګاښ ۱۸» ازادي راډیو ته وویل، نوموړی به له ولسمشر محمد اشرف غني او نورو افغان چارواکو سره وګوري.
تمه ده چې وروسته به افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو په یوه خبري غونډه کې خبرې وکړي.
دا له هغې راوروسته چې مایک پامپیو د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر په توګه ټاکل شوی، افغانستان تهیې لومړنی سفر دی.
پامپیو په داسې حال کې کابل ته راځي چې افغان حکومت په وروستیو کې له وسلهوالو طالبانو سره د سولې هڅې زیاتې کړې دي.