د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۴

دنیا: د سولې هڅې تر پخوا څو برابره زیاتې شوي دي


د کابل چاپ ورځپاڼو د نن ورځې اکثره تبصرې بیا هم په افغانستان کې د سولې پر روانو هڅو، د روانې جګړې په اړه د دیني عالمانو د فتواو او د پاکستان د رول ته ځانګړي کړي دي.

  • سرخط

سرخط ورځپاڼې په خپله سرلیکنه کې د جنوبي او منځنۍ اسیا له‎پاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د مرستیالې په‎دې څرګندونو بحث کړی چې پاکستان باید د افغانستان د سولې په برخه کې جدي همکاري وکړي او طالبان د سولې خبرو ته راولي.

ورځپاڼې لیکلي دي چې دا څرګندونې داسې مهال شوي دي چې د روانی اوونۍ په پای کې په سعودي عربستان کې د افغان جګړې په اړه د نړۍ د دیني عالمانو یوه غونډه هم جوړېږي.

ورځپاڼې لیکلي دي چې د سولې عالي شورا ځینو غړو له طالبانو هم غوښتي وو چې په‎دې غونډه کې برخه واخلي او د نړۍ دیني عالمانو ته دې د خپلې جګړې په اړه قناعت ورکړي.

ورځپاڼه لیکي چې د سولې عالي شورا تمه لري چې پاکستان به طالبان مجبوره کړي چې په‎دې غونډه کې ګډون وکړي، خو د ورځپاڼې په وینا له بهرامه ښادي حرامه ده او پاکستان به تر وروستۍ شېبې پورې له ترهګرو او طالبانو لاس وانه‎خلي.

ورځپاڼې په پای کې دې نتیجې ته رسیدلې ده چې د سولې د خبرو پر ځای دې له پاکستانه د طالبانو شړل وغوښتلی شي.

  • دنیا

خو دنیا ورځپاڼې بیا د سولې په تړاو روانو هڅو ته په اشارې لیکلي دي چې اوس‎مهال دغه هڅې د پخوا په پرتله څو برابره زیاتې شوي دي او داسې ښکاري چې هرڅه د یو منظم پلان له مخې مخته ځي.

ورځپاڼې وړاندې په اندونیزیا کې د افغان، پاکستاني او اندونیزیایي عالمانو، په کابل کې د شاوخوا درېیو زرو عالمانو غونډو ته اشاره کړې چې په‎کې روانه جګړه حرامه بلل شوې ده.

ورځپاڼه لیکي:

د دې غونډو هوا او فضا لا سړه شوې نه‎ده چې دا دی په سعودي عربستان کې د اسلامي کنفرانس په نوښت بله غونډه د جوړېدو په حال کې ده چې په‎کې د افغانستان روانه جګړه د اسلامي شریعت له مخې وارزولی شي.

ورځپاڼې لیکلي دي چې دغو هڅو داسې مهال زور اخېستی دی چې طالبانو د افغان حکومت پر وړاندې پر جګړې ټینګار کړی او هغه یې د اسلام له نظره روا بللې ده چې د ورځپاڼې په وینا د سولې له نظره غیر منطقي بلل کېږي.

د ورځپاڼې په وینا که طالبان د سولې له‎پاره له روانو هڅو سره سم او منطقي چلند ونه‎کړي، نو د سولې له‎پاره رامنځته شوی فرصت به هم له‎منځه ولاړ شي.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې هم په افغانستان کې د سولې د روانو هڅو په اړه له پاکستانه د امریکا پر غوښتنو بحث کړی او لیکلي دي چې امریکا له پاکستانه د افغان سولې په اړه د جدي اقداماتو غوښتنه کوي.

ورځپاڼې وړاندې د جنوبي او منځنۍ اسیا له‎پاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د مرستیالې الیس ولز په حواله لیکلي دي چې امریکا له پاکستانه وغواړي څو له افغان حکومت سره د طالبانو د خبرو په هکله دې، دوامداره او برخلیک ټاکونکي هڅې وکړي.

ورځپاڼې لیکلي دي چې مېرمن ولز ویلي دي چې اسلام‎اباد باید طالب مشران وشړي او له افغان حکومت سره د خبرو له‎پاره دې پر هغوی فشارونه زیات کړي.

خو ورځپاڼې دا هم لیکلي دي چې دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې طالبانو یو ځلي بیا د سولې وړاندیز رد کړی دی.

  • ویسا

ویسا ورځپاڼې بیا د خپل لومړي مخ په یو مطلب کې لیکلي دي چې په سعودي عربستان کې د نړۍ د دیني عالمانو غونډه د افغان حکومت پر وړاندیز او د سعودي عربستان د شاهي کورنۍ په کوربه‎توب پلان شوې ده.

ورځپاڼې لیکلي دي چې د پاکستان په ګډون د نړۍ د ۳۷ اسلامي هېوادونو دیني عالمانو منلې ده چې په‎دې غونډه کې به ګډون کوي او د افغانستان روانه جګړه د شریعت له مخې ارزوي.

ورځپاڼې وړاندې د دې غونډې په اړه د سولې د عالي شورا نظر راخېستی او لیکلي دي چې د سولې عالي شورا په افغانستان کې د سولې له‎پاره د اسلامي هېوادونو اجماع او په تېره بیا د سعودي عربستان ملاتړ د هېواد په روان وضعیت مثبت اغېز پرې باسي.

ورځپاڼې لیکلي دي چې له څه مودې راهیسې افغان حکومت په هېواد کې د سولې د هڅو له‎پاره د سیمې او نړۍ د هېوادونو د ملاتړ د ترلاسه کولو له‎پاره بېلابېلې هڅې پیل کړي دي.

د ورځپاڼې په وینا په کابل کې د هېواد د دیني عالمانو وروستۍ غونډه چې په‎کې روانه جګړه ناروا وبلل شوه، په اندونیزیا کې د افغان، پاکستاني او اندونیزیایي عالمانو غونډه د دغو هڅو بېلګې دي.

XS
SM
MD
LG