د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۵۷

د سوریې په جنوب لوېدیځ کې تر درنې بمبارۍ وروسته یاغیان خبرو ته چمتو شوي


د سوریې په جنوب لوېدیځ کې محاصره شوي یاغیان وايي، دوی له سیمې څخه د ممکنه وتلو پر سر له روسیې سره بیرته مزکرات پیلوي.

د سوریې له جنوب لوېدیځ څخه د حکومت د مخالفو وسله والو د وتلو پر سر د مسکو په نوښت خبرې اترې د چهارشنبې په ورځ په موقت ډول وځنډېدې.

تر اوسه پورې د همدې خبرو د پخوانیو پړاونو په ترڅ کې د سوریې یاغیانو، دیرش ښار ګوټي د دې هېواد په جنوبي ستراټیژیک زون کې د بشرالاسد حکومت ته خوشې کړي دي.

دا سیمه له دې پلوه مهمه ده چې اردن او اسرائیلو سره د ګولان په لوړو کې پولې لري.

کله چې د تېرې چهارشنبې په ورځ د یاغیانو او روسیې ترمنځ خبرې وځنډېدې، د روسیې او سوریې ځواکونو په ګډه په دې سیمه درنې بمبارۍ پیل کړې، بیرلي بمونه یې وغوررځول او د توغندیو او توپونو تر او لاندې یې ونیولې.

سوریه
سوریه

پر سیمه د سوریې او روسیې ځواکونو له بریدونو له ۲۴ ساعته نه وو تېر شوي چې وسله والو یاغیانو د سیمې څخه د وتلو پر موضوع د خبرو بیا پیل ته چمتوالی وښوده.

د سوریې د جنوب لوېدیځ په دې سیمه کې چې د یاغیانو تر ولکې لاندې ده، د سوریې د حکومت او روسیې ځواکونو بریدونو ولسي خلک هم له بشري ناورین سره مخ کړي دي.

دې بمباریو په سیمه کې درې سوه او شل زره ولسي خلک په ډېره کمه موده کې له سیمې تېښتې ته اړ کړي دي.

رسنۍ وايي دا د سوریې په څوکلنه کورنۍ جګړه کې په دومره کمه موده کې د ولسي خلکو تر ټولو چټګه بې ځایه کېدنه ده چې نړیوال اعتراضونه یې راوپارول او په ملګرو ملتونو کې یې په اړه غونډې وشوې.

د سوریې ولسمشر بشار الاسد غواړي چې د سوریې د جنوب لوېدیځو سیمو په نیولو چې سوریه کې د حکومت د مخالفو یاغیانو وروستی پخې مورچلې ګڼل کېږي، پر ټول هېواد د حکومت واک ټینګ کړي.

د درعا سیمه چې په ۲۰۱۱ مېلادي کال کې ترې د بشارالاسد پر خلاف پاڅونونه پیل شول لا هم دغلته د یاغیانو په کنټرول کې ده.

د سوریې د تېرې اووه کلنې جګړې په ترڅ کې دغلته تر نیم میلیون زیات کسان وژل شوي او په میلونونو نور کډه کېدو ته اړ شوي دي.

XS
SM
MD
LG