اسرائیل په سوریه کې د بشارالاسد د رژیم ملاتړې بهرنۍ وسلهوالو ملېشې بیا په نښه کړي دي.
د سوریې رسنۍ وایي چې د اسرائیل دوه توغندي نن د سوریې د پلازمېنې دمشق هوایي ډګر ته نېژدې راپرې وتل.
خو د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې چې دفتر یې په بریتانیا کې دي ویلي چې دغو توغندیو د ایران ملاتړې حزبالله ډلې د وسلو او مهماتو ډیپوګانې په نښه کړې وې.
د دغې ډلې مشر رامي عبدالرحمن د فرانسې خبري اژانس ته وویل چې که څه هم پر دغو ډیپوګانو دغه حمله تېره شپه شاوخوا یوه بجه وشوه، خو له امله یې کومه لویه چاودنه ونهشوه.
د سوریې د بشري حقونو د ډلې په وینا د سوریې د هوایي مدافعې ځواک نهدی توانیدلی چې د اسرائیل د دغې حملې مخه ونیسي.
د اسرائیل د پوځ ویاند تر اوسه د دغې حملې په اړه څه نهدي ویلي.
اسرائیل په خپل ګاونډ سوریه کې د ایران پوځي حضور د خپل امنیت لپاره خطرناک بولي او د هغه په وړاندې یې خبرداری ورکړی.
له دې مخکې هم د اسرائیل پوځ په سوریه کې د ایران پر پوځي اهدافو او هم د بشارالاسد د رژیم پر ملاتړو نورو بهرنیو وسلهوالو ډلو حملې کړي دي.
یوه امریکایي چارواکي ویلي چې د جون په ۱۷مه د سوریې په ختیځ کې پر عراقي ملېشو په حمله کې هم د اسرائیل لاس و.
اسرائیل په سوریه کې د ایران د پوځي حضور په اړه خپلې اندېښنې د بشارالاسد د رژیم له بلې کلکې ملاتړې روسیې سره هم شریکې کړې دي.
د اسرائیل او سوریې دفاع وزیرانو په وروستۍ کتنه کې په سوریه کې د ایران د پوځي حضور د مخنیوي پر لارو چارو خبرې وکړې.
د ایران د سپاه پاسداران انقلاب د قدس د څانګې ملېشې او حزبالله له ۲۰۱۱ میلادي کال راهیسې چې په سوریه کې کورنۍ جګړه پیل شوې، د اسد د رژیم پلویو ځواکونو په خوا کې جنګېږي.
اسرائیل خبرداری ورکړی چې له خپلو پولو سره نېژدې د ایران د نفوذ د مخنیوي لپاره به هر اقدام چې لازم وي وکړي.
تهران که څه هم په ښکاره په سوریه کې پوځي حضور نهدی منلی، خو ویلي یې دي پوځي سلاکاران یې د سوریې د حکومت په غوښتنه پهدې هېواد کې د ترهګرو ډلو په وړاندې مبارزه کې همکاري کوي.