د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۷

کمېسیون: د ولسوالیو شوراګانو د نوماندانو لومړنی لېست راتلونکې اوونې اعلانېږي


د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ډاډ ورکوي چې د ولسوالیو شوراګانو د نوماندانو ابتدايي لېست به له دقیقو ارزونو وروسته د راتلونکي اوونۍ په لومړیو کې اعلان کړي.

د دغه کمېسیون کمېشنر سید حفیظ الله هاشمي د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د ولسوالیو شوراګانو د احتمالي نوماندانو ټول اسناد کمېسیون ته رسېدلي او دوی به یې له تائیدۍ وروسته اعلان کړي.

سید حفیظ‌الله هاشمي
سید حفیظ‌الله هاشمي

نوموړي زیاته کړه:

"د دې لپاره چې ښه دقت وشي او د چا په اړه بې انصافي نه وي شوې طبعاً چې کمېسیون هغه لېست بیا ځلي چک کوي او د هغه کسانو ابتدايي لېست چې د ولسوالیو شوراګانو لپاره یې ځانونه نوماند کړي د راتلونکې اوونۍ په لومړیو کې اعلانوو."

که څه هم ښاغلي هاشمي دا ونه ویل چې په کومه ورځ به لېست اعلان شي، خو وايي په ۳۳ ولایتونو کې شااوخوا درې زره کسانو ځانونه د ولسوالیو شوراګانو لپاره نوماند کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د روانې اوونۍ په جریان کې د ولسي جرګې د نوماندانو ابتدايي لېست هم اعلان کړ.

که څه هم د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ویلي چې د ولسي جرګې د نوماندانو ابتدايي لېست یې له دقیقو ارزونو وروسته اعلان کړی دی، خو پر انتخاباتو د څار یو شمېر بنسټونو ویلي چې لېست د ناظرینو د موجودیت پرته د کمېسیون له لورې تائید شوی دی.

اوس د افغانستان د ازادو او عادلانو انتخاباتو بنسټ ټینګار کوي چې د ولسوالیو شورګانو د احتمالي نوماندانو د اسنادو تائیدي باید په علني جلسو او د ناظرینو په موجودیت کې وشي.

د دغه بنسټ اجرایئوي مشر یوسف رشید وویل:

یوسف رشید
یوسف رشید

"کمېسیون مکلف دی چې اسناد په شفافه توګه وڅېړي دا چې لومړنۍ څېړنې د ولسوالیو په کچه ترسره شوې نو دوی مجبور دي چې په کابل کې یې تائید کړي خو ناستې باید علني وي."

په ورته وخت کې د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د معلوماتو له مخې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو لپاره د نوم لیکنې بهیر نن د جمعې د ورځې تر څلورو بجو په ټول افغانستان کې پای ته رسېږي.

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د کمېشنر سید حفیظ الله هاشمي په خبره له اتو میلیونو څخه زیاتو کسانو د نوم لیکنې په پروسه کې ګډون کړی دی.

د افغانستان د ازادو او عادلانو انتخاباتو بنسټ وړاندیز کوي چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون باید ټولې انتخاباتي چارې په دقیقه توګه مخ ته یوسې او هڅه دې وکړي چې د انتخاباتو په پروسې د خلکو باور او ډاډ ترلاسه کړي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG