د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۲

د ولسي جرګې لپاره د ۶ ولایتونو د کاندیدانو لومړنی لېست اعلان شو


د ولسي جرګې لپاره د ۶ ولایتونو د کاندیدانو لومړنی لېست اعلان شو
د ولسي جرګې لپاره د ۶ ولایتونو د کاندیدانو لومړنی لېست اعلان شو

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د ولسي جرګې لپاره د شپږو ولایتونو د کاندیدانو لومړنی لېست اعلان کړ.

دغه لېست تېر ماښام ناوخته د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون پر ویب پاڼه خپور شو چې پکې د ولسي جرګې لپاره یوازي د شپږو ولایتونو د نوماندانو نومونه راغلي دي.

نیمروز، ارزګان، نورستان، کونړ، خوست او بامیان هغه ولایتونه دي چې د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون لخوا یې د ولسي جرګې د راتلونکو انتخاباتو لپاره د کاندیدانو لومړنی لېست اعلان شو.

د دغه کمېسیون یوه کمېشنر سید حفیظ الله هاشمي آزادي راډیو ته وویل چې د دغو کسانو نوماندي د یوه شفاف سیسټم پر اساس تائید شوه.

نوموړي زیاته کړه:

سید حفیظ الله هاشمي
سید حفیظ الله هاشمي

"کمېسیون د نیمروز، ارزګان، نورستان، کونړ، خوست او بامیان ولایتونو نوماندان تائید کړل، دا چې په دې کار کې ځنډ راغی علت یې همدا وو چې موږ په ډېر دقت کار وکړڅو یو پاک او شفاف لېست وړاندي شي، د لوړې سطحې ټکنالوژۍ وکارول شوه چې هر نوم د کوډ پر اساس انتخاب شو، حتا څوک نه پوهېدل چې کوم نوم دی، دا د دې لپاره چې دغه لېست شفاف اوسي."

د انتخاباتو خپلواک کمېسيون د معلوماتو له مخې څه باندې شپږ زره تنو د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو څوکیو ته فورمې ډکې کړي دي.

په یادو کسانو کې ۲۴۵۴ یې د ولسي جرګې او۳۷۳۱ یې د ولسوالیو شوراګانو لپاره نومونه لیکلي وه.

د افغانستان د انتخاباتو د خپلوا کمېسیون مشر ګلاجان عبدالبدیع صیاد تېره ورځ ویلي وو چې یو شمېر کسان د اسنادو د کموالي او یا په اسنادو کې د نیمګړتیاوو له کبله د نوماندانو په لومړني لېست کې شامل شوي نه دي.

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون چارواکي وایي، د یو شمېر نورو ولایتونو د نوماندانو د اسنادو ارزونه به هم نن شنبه بشپړ شي.

د دغه کمیسیون مرستیالې وسیمه بادغیسي آزادي راډیو ته وویل چې ولې دغه لېست په برخو اعلانېږي؟

وسیمه بادغیسي
وسیمه بادغیسي

"ځیني مسایل شته چې کولی شي د ارزونې بهیر اغېزمن کړي، هغه هم له ځینو لېري پرتو ولایتونو څخه مرکز ته د موادو انتقال دی چې د هوا له لاري ترسره کېږي، نو په همدې دلیل به بله برخه د شنبه په ورځ بشپړه شي."

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د مهال وېش سره سم ټاکل شوې وه د ولسي جرګې او ولسوالیو شورا ګانو د نوماندانو لومړنی لېست د چنګاښ پر اومه اعلان شوی وای.

د انتخاباتو کمېسیون وایي، د ولسوالیو شوراګانو لپاره د نوماندانو لومړنی لېست به وروسته خپور شي خو دقیق وخت یې تراوسه معلوم نه دی.

د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو انتخاباتو ته د کاندیدانو نوم ‎لیکنه د جوزا د میاشتې پر ۵ مه پيل او د همدې میاشتې پر ۲۲مه پای ته رسېدلې ده.

ټاکل شوې دغه انتخابات د تلې میاشتې پر ۲۸ نېټه ترسره شي.

XS
SM
MD
LG