د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۶ لیندۍ ۱۴۰۴ کابل ۱۰:۱۷

درانی: د کندهار په شاوليکوټ کې ۳۵ وسله وال طالبان وژل شوي


د کندهار په شاولیکوټ ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو د قاطع ملاتړ د ماموریت په هوايي برید کې ۳۵ وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان شوي دي.

د کندهار د پوليسو ویاند څارن ضیا درانی وایي چې د افغان ځواکونو سره په همغږۍ د قاطع ملاتړ ځواکونو پرون غرمه يوه بجه د شاولیکوټ ولسوالۍ د خواجه زو په سيمه کې د طالبانو يو موټريز کاروان په نښه کړی چې په نتیجه کې یې د زابل د ښاري صفا او د کندهار د شاوليکوټ لپاره د طالبانو د نومول شوو قوماندانانو په ګډون پکې ۳۵ تنه وسله وژل شوي دي او ۱۵ نور ټپيان دي.

دراني وویل چې وسله والو په سیمه کې د يوه بريد پلان درلود چې د نړيوالو ځواکونو له لوري په نښته شول.

ضیا دُرانی
ضیا دُرانی

نوموړي زیاته کړه:

"په وسلو سمبال کتار په نښه شوی چې په دې برید کې ۳۵ وسله وال وژل شوي په وژل شوو کې د زابل د ښاري صفا لپاره نومول شوی قوماندان او ورسره یو بل ملګری قوماندان هم وژل شوي او ۱۵ وسله وال ټپیان شوي."

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په کندهار کې د حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د اوربند د پای ته رسېدو وروسته لومړی ځل دی چې افغان چارواکي د زیات شمېر وسله والو د وژل کېدو خبر ورکوي.

راپور: صادق رښتینی

XS
SM
MD
LG