وسلهوالو طالبانو تېره شپه د کندهار پر ښورابک ولسوالۍ حمله کړې او پر مهاليې شپږ سرحدي پولیس ټپيان کړي.
د ښورابک ولسوالۍ پر ودانۍ دغه حمله تېره شپه د ډيورنډ کرښې له هاخوا څخه د را اوښتو وسلهوالو لهخوا شوې.
د کندهار د والي ویاند صمیم خپلواک بریدونه تائیدوي خو د پېښې په اړه نور جزئیات نهورکوي.
خپلواک وايي چې په بریدونو کې افغان امنیتي ځواکونو او وسلهوالو ته مرګ ژوبله اوښتې خو دقیق ارقاميې نهدي معلوم.
ښاغلي خپلواک زیاته کړه:
"تېره شپه پر ښورابک وسلهوالو مخالفینو حمله کړې د تلفاتو په اړه معلومات دقیقاً نهدي معلوم، موږ موضوع هماهنګه کوو چې د امنیتي ځواکونو تلفات څو دي؟ خو مخالفینو ته زیات تلفات اوښتي لکه څنګه چې شپه وه مخالفینو خپل مړي او ټپیان له سیمې انتقال کړي."
په همدې مهال ښورابک کې د پولیسو يوې امنيتي سرچينې او یوه سیمهییز مسؤل ویلي چې د وسلهوالو د بریدونو په اړهيې له مخکې معلومات درلودل.
سرچينې زیاتوي چې تېره شپه وسلهوالو د ښورابک ولسوالۍ پر ودانۍ حمله کړې خو په سمدستي توګه پر شا تمبول شوي دي.
د سرچينو د معلوماتو له مخې په يوه ساعته جګړه کې شپږ پولیس ټپيان شوي چې څلور يې د ښورابک او دوهيې د رېګستان ولسوالۍ دي.
هغه زیاته کړه چې پر ښورابک د برید سره سم د رېګستان ولسوالۍ پولیس د دوی مرستې ته راغلي او په لار کې يې نښته کړې ده.
په عین وخت کې د کندهار د والي ویاند خبر ورکوي چې په تېرو درېيو اوونیو کې د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې د افغان ځواکونو په روانو عملیاتو کې ۴۲ وسلهوال وژل شوي او ۵۶ تنه ټپیان شوي دي چې دا د امنیتي ځواکونو لویه لاسته راوړنه ده.
خپلواک په عملیاتو کې د افغان ځواکونو د عملیاتو په اړه څه نهوايي.
وسلهوالو طالبانو د ښورابک د حملې په اړه څه نهدي ویلي خو د کندهار په شاولیکوټ او غورک ولسواليو کې يې د امنیتي ځواکونو پر یو شمېر پوستو د حملې ادعا کړې.
راپور: محمد صادق رښتینی