د تهران کسبه کارانو د دوشنبې په سهار د بیو د لوړوالي له کبله دکانونه وتړل او اعتراضونه یې پیل کړل.
راپورونه وایي، امنیتي ساتونکو پر دغو اعتراض کوونکو اوښکې بهوونکی ګاز پاشلی دی.
هغه ویډیوګاني چې د ازادي راډیو فردا څانګې ته رسیدلي ښیې چې د ایران د پلازمېنې ډېرې برخې د دوشنبې په ورځ د پراخو اعتراضونو شاهدې وې.
اعتراض کوونکي د بهارستان میدان او د اسلامي شورا د مجلس ودانۍ ته څېرمه سړکونو ته راووتل او شعارونه یې ورکول.
پهدغو ویډیوګانو کې ښکاري چې امنیتي مؤظفین پر اعتراض کوونکو اوښکې بهوونکی ګاز پاشي.
راپورونه وایي، د ایران په څو نورو ښارونو کې هم ورته اعتراضونه شوي دي.
د دوشنبې د ورځې اعتراضونه وروسته له هغه پیل شول چې کسبه کارانو د تهران بازار وتاړه او ورو- ورو د تهران نورو سوداګریزو سیمو ته لکه مولوي، جمهوري او لاله زار ته یې اعتراضونه وغځېدل.
راپورونه وایي، د دوشنبې په ماښام د تهران په مرکز او جنوب کې ډېری سوداګریزې سیمې تړلې وې.
د تهران بازار یو مسؤل وایي، د کسبه کارانو د اعتراض دلیل د اسعارو د بیې لوړوالی او په ګمرکونو کې د اسعارو بې ثباتې او پورته کښته کېدل وو.
هغه زیاتوي له همدې کبله کسبه کاران نهشي کولی پریکړه وکړي او خپل مالونه وپلوري.
د یکشنبې په ورځ د تهران په ازاد بازار کې د اسعارو بیې یوځل بیا تغییر وکړاو د هر ډالر بیه ۹ زره تومان ته ورسېده.
د ایران رسنیو د دوشنبې په ورځ خبر ورکړ چې پهدغه هېواد کې ډالر په درېیو بېلابېلو بیو تبادله کېده.
راپورونه وایي، اوس مهال په بازارونو کې د اسعارو بیې مشخصې نهدي او راکړه ورکړه یې نه کېږي.