د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۷

کابل چاپ ورځپاڼو د ډیورند کرښې په اړه تبصرې کړي


کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو ننیو ګڼو کې د ډیورند کرښې په اړه د پرېکړې په تړاو اسلام اباد ته د ملی امنیت شورا د پلاوي د سفر د راپورونو او دغه شان د افغانستان د سولې او اوربند د پروسې په اړه یو شمېر لیکنې او سر لیکنې چاپ کړي دي.

دنیا:

دنیا خپلواکې ورځپاڼې د خپلې نننۍ ګڼې په سر مقاله کې لیکلي، داسې راپورونه خپاره شوي چې ګوندي د ملي وحدت حکومت د افغانستان د خاورې یوه برخه په یوې سري او د پردې تر شا معامله کې پاکستانیانو ته ورکړې او د ډیورند کرښه یې د دواړو هېوادونو تر منځ د پولې په توګه منلې ده.

په سرمقاله کې راغلي، دا بحث پاکستان ته د افغان امنیتي پلاوي په وروستي سفر کې مطرح شوی او ویل شوي چې دا خبرې له ډېرې پخوا ان له هغه مهاله چې په کرښه د اغزن سیم د غځولو کار پیل شو روانې وې.

ویل شوي چې پاکستاني چارواکو ویلي چې د دې معاملې په بدل کې به د افغانستان د سولې له پروسې سره مرسته وکړي.

د سرمقالې لیکونکي لیکلي، امنیت شورا دا خبره رد کړې او اوازې یې ګڼلې، خو په باور یې پاکستان هڅه کوي چې د افغان اوسمهالۍ حکومت له کمزوریو نه په استفادې سره د دغه هېواد د خاورې یوه برخه په غیر قانوني ډول ځانته کړي.

په سرمقاله کې راغلي، که د دواړو هېوادونو حکومتونو دا کار کړی وي که نه خو پوه دې شي چې افغان ملت ته په دې برخه کې هیڅ ډول اقدام د منلو نه دی.

ویسا:

ویسا خپلواکې ورځپانې بیا په دې اړه په خپله سر مقاله کې لیکلي، په دې تړوا د امنیت شورا وضاحت هغو شکونو او عملي اقداماتو ته ځواب نه شي کېدای چې د ډیورند او قبایلي سیمو په تړاو په تېرو څلورو کلونو کې پاکستان ترسره کړي دي.

سرمقاله لیکونکي لیکلي چې د عمل په پلان کې هم چې کومې خبرې شوي او پاکستاني رسنۍ یې تر هر چا وړاندې خپروي داسې مادې شته چې د فرضي کرښې پر ځای د رسمي سرحد مانا لري.

هېواد:

هیواد دولتي ورځپاڼې بیا په خپله سرمقاله کې د افغانستان د سولې په اړه لیکلي دي.

ورځپاڼه لیکي، په افغانستان کې اوس د جګړې هیڅ پلمه نه ده پاتې، د سرمقاله لیکونکي په باور کله چې درې زره دیني عالمانو روانه جګړه او ترهګر بریدونه ناروا وګڼل نو افغان حکومت هم د روژې له ۲۷ مې اوربند اعلان کړ.

په سرمقاله کې راغلي نو که اوس هم طالبان د اوربند د دوام او جګړې ته د پای ته رسولو پرېکړه نه کوي په اړه به یې دیني عالمان بله فتوا ورکړي، خو ورځپانې ټینګار کړی چې اوس ښه وخت دی نو باید له دغه مهم فرصت نه ګټه واخیستل شي.

ملي ارمان:

ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې بیا په خپل یو مطلب کې لیکلي چې روسیې او د منځنۍ اسیا هېوادونو د افغانستان د سولې د پروسې ملاتړ کړی دی.

په مطلب کې راغلي چې د ازبکستان په پلازمینه تاشکند کې په یوه ناسته کې چې د تېرې چهارشنبې په ورځ تر سره شوه او د ملي امنیت شورا سلاکار حنیف اتمر هم په کې حاضرو، روسیې، ازبکستان، تاجکستان، قزاقستان او قرغیستان د افغانستان د سولې د پروسې او د افغان حکومت له خوا د اوربند د اعلان ملاتړ کړی دی.

XS
SM
MD
LG