د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۰

مېرکل: په سیمه کې دې د ایران پراختیایي تمایلاتو ته یوه حل لاره پیدا شي


د جرمني صدراعظمه وايي، په منځني ختیځ کې د ایران د پراختیا غوښتونکو تمایلاتو د مخنیوي لپاره باید جدي اقدامات وشي.

د جرمني صدراعظمې انګيلامېرکل پر اروپايي هېوادونو غږ وکړو چې په منځني ختیځ کې د ایران د پراختیا غوښتنې د فعالیتونو د مخنیوي لپاره اقدام وکړي.

ولسمشر ډونالد ټرمپ په مې میاشت کې له ایران سره د ۲۰۱۵ کال له هغې موافقې د متحدایالاتو وتل اعلان کړل چې له مخې یې تهران د نړیوالو بندیزونو د فسخه کېدو په بدل کې، د خپل اټمي پروګرام د محدودولو ژمنه کړې وه.

انګېيا مېرکل چې منځني ختیځ ته د سفر په ترڅ کې پرون د اردن له پاچا ملک عبدالله سره له کتنې وروسته په ګډه خبري غونډه کې څرګندونې کولې، وویل چې اروپایانو په ۲۰۱۵ میلادي کال کې چې کله له تهران سره اټمي موافقه لاسلیکوله، نو د دې هېواد د باليستیک توغندیو، په سوریه کې د پوځي حضور او د یمن په کورنۍ جګړه کې د هغه د رول له کبله اندېښمن وو.

انګیلا مېرکل
انګیلا مېرکل

نوموړې وویل:

"طبعاً د ایران د باليستیک توغندیو د پروګرام په مسئله کې موږ ډېر مشترکات لرو، همداراز په سوریه کې د پوځي حضور او د یمن د جګړې په مسایلو کې، نو په دې توګه د ایران د پراختیا غوښتونکو تمایلاتو په اړه نه یوازې باید بحث وشي، بلکې باید سمدستي یوه حل لاره ورته وموندل شي."

د جرمني صدراعظمې د سوریې او اردن په جنوب ختیځ سرحد کې د ایران پر فعالیتونو د اردن په اندېښنو کې ځان شریک وباله او همداراز یادونه یې وکړه چې ایران نه یوازې د سوریې په جګړه کې لاسوهنه کوي، بلکې د اسرائیلو او اردن په ګډ سرحد کې د اسرائیل د امنیت پرضد هم فعالیت کوي.

په ګډه خبري غونډه کې د اردن پاچا ملک عبدالله وویل چې ده او د جرمني صدراعظمې د سوریې د جګړې د سیاسي حل لارې، د دې هېواد د ارضي تمامیت د ضمانتونو او د خلکو د یووالي د اړتیا په اړه هم بحث وکړ.

ایران او روسیه د سوریې په کورنۍ جګړه کې د لوېدیځ پلوو یاغي ډلو په وړاندې د ولسمشر بشارالاسد د رژیم ملاتړ کوي، خو تهران په منځني ختیځ کې د وسله والو یاغي ډلو د ملاتړ تورونه ردوي او همداراز وايي چې اټمي پروګرام یې سوله ییز اهداف لري.

جرمني لاهم له ایران سره په اټمي موافقه کې پاتې ده او ډېرې هڅې یې وکړې چې واشنګټن هم په دې موافقه کې پاتې کېدو ته وهڅوي، خو دې هڅو تر دې دمه نتیجه نه ده ورکړې.

XS
SM
MD
LG