د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۵ لړم ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۹

ډنمارک او ناروې: ځیني افغان زلمیان کابل ته ستنوو


ډنمارک او ناروې غواړي چې ۱۶ کلن او ۱۷ کلن افغان زلمیان چې په‎دغو هېوادونو کې یې د پناه درخواستونه نه‎دي منل شوي، کابل ته ستانه کړي.

د ناروې د عدلې وزارت مرستیال تورکیل املند روېټرز اژانس ته وویل چې دوی پر دې موضوع د افغانستان له چارواکو سره ګټورې خبرې کړې دي.

خو د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو د وزارت د رسنیو د برخې سلاکار حفیظ احمد میاخل وویل:

"هغه افغانان چې عمرونه‌یې تر ۱۸ کلونو کم وي، د هغوي ایستل له هغه تفاهمه سرغړونه ده چې اروپایي ټولنې له افغان حکومت سره د ۲۰۱۶ میلادي کال په ډسمبر میاشت کې لاسلیک کړ.​"

حفیظ احمد میاخېل
حفیظ احمد میاخېل

ډنمارک او ناروې غواړي چې بېرته ستنول شویو زلمیانو ته په کابل کې یو روزنیز مرکز جوړ کړي چې هلته خوندي وي او د زده‎کړو زمینه ورته برابره وي.

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې یونېسف ویلي دي چې تر ۱۸ کلونو کم عمره کسان باید په‎دې شرایطو کې افغانستان ته ستانه نه‎شي.

XS
SM
MD
LG